Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کډوالو چارو وزارت: تېرو څو مياشتو کې ۵۰۰زره کډوال هېواد ته راستانه شوي

جلال اباد (پژواک، ۱۹ کب ۱۴۰۰): د کډوالو چارو وزارت چارواکي وايي، تېرو څو مياشتو کې څه باندې ۵۰۰زره افغانان بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي خو وايي، لا هم د بهرنيو کړيو د ناسمو تبلغاتو له امله په دعوتنامو باندې يو شمېر هېوادوال په دغه موده کې بهر ته وتلي دي.

د کډوالو چارو وزارت يوه لوړپوړي پلاوي د کب په ۱۹مه تر غرمې وروسته د ننګرهار ولايت اړوند تورخم ښارګوټي ته د رسمي سفر پرمهال دغه څرګندونې کړې دي.

په دغه سفر کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مسوولينو تورخم ښارګوټي کې پاکستان ته د تلونکو مسافرو د ستونزو په تړاو هم پلټنه وکړه او دغه راز يې بېرته راستنېدونکو کډوالو ته د موجوده خدماتو څارنه هم ترسره کړه.

بل پلو لا هم په تورخم کې پاکستان ته تلونکي مسافر تورخم دروازه د اوښتو راوښتو پرمهال له موجوده ستونزو شکايت کوي.

تورخم ته د سفر پرمهال کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مرستيال محمد ارسلا خروټي وويل، د سفر موخه يې په تورخم کې د دوی د وزارت اړونده ځايي مسوولينو سره ليدل او د چارو ارزونه ده.

د خروټي په خبره، د سرپرست حکومت له رامنځ ته کېدو وروسته له بېلابېلو هېوادونو ۵۵۰زره افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

دی له افغانستان څخه د ګڼو خلکو د وتلو خبره د بهرنيو کړيو ناسم تبليغات بولي او زياتوي چې يو کم شمېر خلک د بهرنيانو په دعوتنامو له هېواده وتلي دي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مرستيال وويل، په بېلابېلو هېوادونو کې په بند خونو کې د بندي افغانانو د خوشې کولو په پار يې هم هڅې پيل کړې دي.

بل پلو په تورخم دروازه اوښتونکي مسافر لا هم د پاکستان لوري ته په اوښتو را اوښتو کې د ستونزو ياده کوي.

نقيب الله چې پېښور ته د درملنې لپاره خپل ناروغ وړي، وايي، ګڼه ګوڼه دومره زياته ده چې د سهار له اتو بجو څخه د غرمې تر دولسو بجو يې تګ ته انتظار کړی دی.

يو بل مسافر محمد ويس وويل، نوی حکومت بايد پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي چې تورخم دروازه کې مسافرو ته د تګ راتګ پرمهال ستونزې کمې او اسانتياوې زياتې کړي.

تورخم له پاکستان سره په ډيورنډ کرښه پرته هغه دروازه ده چې تل د مسافرو د تګ راتګ پرمهال د شکايتونو او ستونزو سره مخامخ وي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.