Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

فوربس نړیوالې مجلې سږ کال دوو افغان مېرمنو ته جایزې ورکړې

کابل(پژواک ۲۰ کب ۱۴۰۰): د فوربس نړیوالې مجلې دوو افغان مېرمنو ته «د بدلون راوړونکو شخصیتونو په توګه» جایزې ورکړې.
فوربس نړیوالې مجلې پر خپل ټويټر ليکلي: "دوی د افغان مېرمنو د فعاليتونو پروړاندې د خنډونو لرې کولو په برخه کې خپله انرژۍ لګولې."
د راپورونو پر بنسټ، يادې نړیوالې مجلې درې ورځې وړاندې د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ ښار کې د پخواني حکومت د ولسي جرګې غړې ناهید فريد او میدان وردګو ولايت پخوانۍ ښاروالې ظريفه غفاري ته دغه جايزې وکړې.
فوربس نړیواله مجله ده چې ډېر کله د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو د تازه پېښو پر منعکسولو سربېره د ښځو فعالیتونو، حقونو او محرومیتونو په اړه هم لینکې او تبصرې خپروي.
د افغان ښځو او نجونو او د افغانستان د بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري هم په خپله ټویټر پاڼه يادو دواړو د مبارکۍ تر څنګ لیکلی چې دواړه د يادې جايزې وړ شخصیتونه دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.