Language

اروزګان کي چاودني د یوې کورنۍ درې غړي ټپیان کړي

ترينکوټ (پژواک ۲۰ کب ۱۴۰۰ ): د اروزګان ولایت مرکز ترینکوټ اړوند ګرني سیمه کې د هاوان سرګلولې چاودنه کړې او له امله یې دوې ښځي او یو ماشوم ټپیان شوي دي.

د اروزګان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس محمد اصف وایې، پېښه تېره شپه په ګرني سیمه کي د محمد رسول نومي کس په کور کې شوې ده.
ده وويل چې ټپي ماشوم په سیمه کې سرګلوله پیدا کړې وه او بیا یې کور ته تر وړلو وروسته ورباندې لوبې کولې چې ورباندې چاودېدلې ده.
د هغه په وينا، چاودنه کې د ماشوم په ګډون د هغه د کورنۍ دوې ښځي هم ټپيانې شوې دي.
د ولایتي روغتون سرطبیب ډاکتر عبدالغفار وطنوال پژواک ته وویل چې ياد درې ټپيان دغه روغتون ته وروړل شوي او روغتيايي حالت يې د اندېښنې وړ نه دی.