ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امریکا : له خپلو متحدینو سره پر افغانستان خبرې کوو

امریکا : له خپلو متحدینو سره پر افغانستان خبرې کوو

author avatar
11 Mar 2022 - 00:19
امریکا : له خپلو متحدینو سره پر افغانستان خبرې کوو
author avatar
11 Mar 2022 - 00:19

کابل (پژواک، ۱۹ کب ۱۴۰۰) : افغانستان لپاره دامریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د ترکیې په کنفرانس کې به له خپلو متحدینو سره د افغانستان په تړاو پر  نړیوال تعامل خبرې وکړي.

د ترکیې د انتالیا ديپلوماسۍ فورم سبا پیلیږي او درې ورځې به دوام کوي، چې پکې  د افغانستان د سرپرست  حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي ته هم د ګډون بلنه ورکړ شوې ده.

د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي وو چې متقي به د انتالیا دیپلوماسۍ فورم ته د وینا ترڅنګ د ترکیې او ځینو نورو هېوادونو له چاوراکو سره وګوري

ددې فورم ګډونوال به د پالیسۍ، دیپلوماسۍ او سوداګرۍ په اړه خپل لیدلوري شریکوي.

افغانستان لپاره دامریکا ځانګړی استازی ټام ویسټ د کب په ۱۹مه، پخپل ټویټر پاڼه کې لیکلي، چې دی هم په دغه کنفرانس کې د ګډون په موخه روان شوی دی.
هغه زیاته کړې چې په یاد فورم کې به له خپلو نړیوالو متحدینو سره دافغانستان د وروستیو پرمختګونو په اړه خبرې کوي.
بلخوا  افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیر ایان مککري چې اوس د قطر له پلازمېنې دوحې فعالیت کوي وايي، د افغانستان له خلکو سره د دوی ژمنتیا پیاوړې ده او دا چې د دې ژمنتیا پر ځای کولو لپاره له هر ممکن فرصته ګټه اخلي.

هغه دا څرګندونې ترکیه کې د ‘انتالیا دیپلوماسۍ فورم’ د پرانیستې درشل کې پر خپل ټویټر کړې.

Views: 372

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.