کابل (پژواک، ۱۹ کب ۱۴۰۰) : افغانستان لپاره دامریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د ترکیې په کنفرانس کې به له خپلو متحدینو سره د افغانستان په تړاو پر نړیوال تعامل خبرې وکړي.
د ترکیې د انتالیا ديپلوماسۍ فورم سبا پیلیږي او درې ورځې به دوام کوي، چې پکې د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي ته هم د ګډون بلنه ورکړ شوې ده.
د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي وو چې متقي به د انتالیا دیپلوماسۍ فورم ته د وینا ترڅنګ د ترکیې او ځینو نورو هېوادونو له چاوراکو سره وګوري
ددې فورم ګډونوال به د پالیسۍ، دیپلوماسۍ او سوداګرۍ په اړه خپل لیدلوري شریکوي.
افغانستان لپاره دامریکا ځانګړی استازی ټام ویسټ د کب په ۱۹مه، پخپل ټویټر پاڼه کې لیکلي، چې دی هم په دغه کنفرانس کې د ګډون په موخه روان شوی دی.
هغه زیاته کړې چې په یاد فورم کې به له خپلو نړیوالو متحدینو سره دافغانستان د وروستیو پرمختګونو په اړه خبرې کوي.
بلخوا افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیر ایان مککري چې اوس د قطر له پلازمېنې دوحې فعالیت کوي وايي، د افغانستان له خلکو سره د دوی ژمنتیا پیاوړې ده او دا چې د دې ژمنتیا پر ځای کولو لپاره له هر ممکن فرصته ګټه اخلي.
هغه دا څرګندونې ترکیه کې د ‘انتالیا دیپلوماسۍ فورم’ د پرانیستې درشل کې پر خپل ټویټر کړې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP