ښرنه (پژواک، ۲۱ کب ۱۴۰۰): د پکتیکا د یحیی خېلو ولسوالۍ خیریه بنسټ په دې ولسوالۍ کې د ناروغانو د وړیا درملنې کمپاین پیل کړی چې په لړ کې به یې د سلګونو بېوزلو ناروغانو درملنه وشي.
یاد بنسټ دغه کمپاین په بهرنیو هېوادونو کې د دغه ولایت د مسافر کارګرو په مالي ملاتړ پيل کړی دی.
د یحیی خېلو خیره بنسټ مشر سيد خان سلېمانخېل پژواک خبري اژانس ته وویل، د ناروغانو د وړیا درملنې دا کمپاین به ۷ ورځې دوام ولري او په دې موده کې به د سلګونو هغو ناروغانو درملنه وشي چې د ډاکټر د فیس او درملو پېرلو وس نه لري.
دی زیاتوي، د دغه کمپاین په لړ کې ۴ ډاکټران او یوه ډاکټره ګومارل شوي چې د ناروغانو د ناروغیو د تشخیص اړوند د اکسرې، معایناتو او الټراساونډ په ګډون د درملو ټول لګښت د دغه بنسټ له خوا ورکول کېږي.
ده یادونه وکړه چې نن په لومړۍ ورځ تر دې مهاله ۲۵۰ ناروغان کتل شوي او دا لړۍ روانه ده.
د یحیي خېلو ولسوالۍ قومي مشر حاجي عبدالباقي پژواک خبري اژانس په اوسنيو بدو اقتصادي شرایطو کې د یاد بنسټ دا ګام وستایه او ویې ویل، ډېر خلک غربت ځپلي او د خپلو ناروغانو د درملنې وس نه لري.
هغه د دې چارې د دوام او نورو سیمو ته د غځولو غوښتنه وکړه.
د داوود په نوم یوه ناروغ پژواک ته وویل، میاشت کېږي هره ورځ یې په سر درد وي، خو د درملنې پیسې یې نه لرلې.
ده خوښي وښوده چې نن یې وړیا درملنه وشوه.
د پکتيکا د اطلاعاتو او فرهنګ رييس محمد امين حذيفه دغه ډول فعاليتونه ګټور بولي او له نورو شتمنو هېوادوالو هم غواړي چې د خپل توان په کچه د خپلو بې وزلو هېوادوالو لاسنیوی وکړي.
د یادونې ده، میاشت مخکې په دې ولسوالۍ کې د (پوهنه رڼا ده) ټولنې له خوا د یوه ښوونیز کمپاین په لړ کې ۱۲۰۰ هلکانو او نونو ته د زړه کړې زمینه برابره شوې وه.
Views: 21
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن