لښکرګاه ( پژواک، ۲۰ کب ۱۴۰۰) : ځایي مسوولین وایي، چې هلمند ولایت کې د یوې ترافیکي پيښې له امله څلور تنه ټپیان شوي دي.
د هلمند داطلاعاتو او کلتور ریاست مرستیال مولوي محمد قاسم ریاض پژواک خبري اژانس ته وویل پیښه تر غرمې وروسته د مارجې ولسوالۍ د تریخ ناور په سيمه کي رامنځته شوې وه.
هغه زیاته کړه، چې په یاده سیمه کې د یوه عراده فیلډر موټر د چپه کېدو له امله پکې ناست څلور تنه ټپیان شوي دي .
دده په وینا، ټپیان د درملني په موخه د لښکرګاه ایمرجنسي روغتون انتقال شوي دی.
دیادونې وړده چې په دې ورستیو کې په هلمند ولایت ترافیکي پېښې زیاتې شوې دي چې دمسوولین په وینا اکثریت پېښې د موټر چلوونکو دبې اختیاطۍ له امله رامنځ ته کیږي.