مزارشریف (پژواک، ۲۱ کب، ۱۴۰۰): د بلخ امنيتي مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې يو ملکي کس د امنیتي کسانو له خوا پر ډزو وژل شوى دى.
یاد کس چې په مزارشریف ښار کې یې دوکان درلود، حاجي عصمت الله نومېده او کور ته پر لاره په چک پاینټ کې د نه ودرېدو له امله پرې امنیتي کسانو ډزې کړې، لومړی ټپي و خو وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړې ده.
عبدالروف توانا د وژل شوي کس ماما وایي، خوریى یې بې ګناه او عادي دوکاندار و خو کور ته د تلو پر مهال د مزارشریف شپږمې ناحیه کې د امنيتي کسانو له خوا پر ډزو وژل شوی دی.
نوموړي له حکومتي مسوولینو وغوښتل چې د دې پېښې جدي څېړنه وکړي او عاملين دې يې په سزا ورسوي.
بل لور ته د بلخ امنیې قوماندانۍ ویاند محمد اصف وزیري هم دغه پېښه تايیدوي او وایي چې حاجي عصمت الله نومی کس د بلخ ښاري استخباراتو ګروپ له لوري چک پاینت کې د نه ودرېدو په غبرګون کې لومړی پرې هوایي او بیا مستقیمې ډزې شوې چې په پایله کې یاد کس لومړی ټپي او وروسته مړ شوی دی.
وزیري زیاتوي، په دې تور یو کس د فیض الله په نوم د استخباراتو ښاري ګروپ غړی نیول شوى او دا مهال د لا ډېرو څېړنو په موخه د بلخ استخباراتو ته سپارل شوی دى.
Views: 436
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن