ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هند تیروتنې سره د پاکستان په لوري یو توغندی توغولی و

هند تیروتنې سره د پاکستان په لوري یو توغندی توغولی و

author avatar
12 Mar 2022 - 01:10
هند تیروتنې سره د پاکستان په لوري یو توغندی توغولی و
author avatar
12 Mar 2022 - 01:10

کابل (پژواک، ۲۰ کب ۱۴۰۰) :  د هندوستان ددفاع وزارت منلې ده، چې تیروتنې سره یې یو توغندۍ د پاکستان په لوري توغولی و.

تر دې مخکې  د پاکستان پوځ ویلي وو، چې د هندوستان له لوري توغول شوي یو (شی)  د پاکستان د پنجاب ایالت اړونده میا چنو سیمه کې لکیدلی ، ځاني زیان یې نه درلود، خو د خلکو املاکو  ته یې زیانونه اړولي دي.

پاکستان په اسلام اباد کې د هندوستان د سفارت استازی د بهرنیو چارو وزارت ته احضار او په دې اړه یې ترې سپیناوی غوښتی و.

اوس د هندوستان ددفاع وزارت منلې ده، چې یو توغندۍ د تیروتنې له امله د پاکستان په لوري توغول شوی و او په اړه یې پلټنې پیل شوې دي.

سرچینې زیاته کړې چې دوه ورځې مخکې ( دمارچ په نهمه) د تخنیکي ستونزو له امله دا توغندۍ توغول شوی و .

د هندوستان د دفاع وزارت پر دې پيښې داندیښنې څرګندونه کړې خو بیا یې پر دې خوښي څرګنده کړې چې ځاني زیان یې نه درلودل.

Views: 2463

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.