ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جاپان په افغانستان کې د روغتیا له برخې ‎سره ۳ میلیون ډالر مرسته وکړه

جاپان په افغانستان کې د روغتیا له برخې ‎سره ۳ میلیون ډالر مرسته وکړه

author avatar
12 Mar 2022 - 13:57
جاپان په افغانستان کې د روغتیا له برخې ‎سره ۳ میلیون ډالر مرسته وکړه
author avatar
12 Mar 2022 - 13:57

کابل (پژواک، ۲۱ کب ۱۴۰۰): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق وايي، د جاپان دولت روغتیايي خدمتونو ته د افغانانو د لاسرسي په موخه درې میلیونه ډالر مرسته کړې ده.

یونیسف د تېرې پنجشنبې ورځ (د کب ۱۹مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د له دې مرستې سره به نږدې ۶۹زره کسان، په ځانګړې توګه داخلي بېځایه شوي، بېړنیو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی ومومي.

دغه راز په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغو پیسو یوه برخه به د روغتیا، تغذیې او د ماشومانو د ملاتړ لپاره ولګول شي.

په افغانستان کې د یونیسف استازي محمد ایویا وویل: «جاپان د ماشومانو د ملاتړ برخه کې ډېر شهرت لري؛ په ځانګړې توګه په افغانستان کې یې له ۲۰۱۵ کال راهیسې له یونیسف سره څه باندې ۱۱۴ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.»

هغه د یادې مرستې له امله پر مننې سربېره ویلي چې په داسې حساس وخت کې «هر ډالر کولای شي د یوه ماشوم ژوند وژغوري.»

دغه راز په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق ویلي چې غواړي په ۲۰۲۲ کال کې په افغانستان کې ۱۲،۹ میلیون اړو ماشومانو ته رسېدنه وکړي، خو له سمدستي ملاتړ پرته له دغه شمېر ماشومانو سره مرسته ناشونې ده.

دا په داسې حال کې ده چې یاد سازمان له دې مخکې هم د افغانستان د روغتیایي نظام له شړېدو د مخنیوي او ماشومانو او افغان کورنیو د نورو حیاتي او ټولنیزو خدمتونو لپاره له افغانستان سره د دوه میلیارده ډالرو مرستې غوښتنه کړې وه.

یونیسف ویلي وو، دا پیسې به په افغانستان کې د څه باندې ۲۴ میلیونو خلکو سمدستي اړتیاوې پوره کړي چې نیمایي یې ماشومان دي.

Views: 14

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.