Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د زابل د شاجوی ولسوالۍ په روغتیايي مرکز کې د نري رنځ د درملنې څانګه پرانیستل شوه

کلات (پژواک، ۲۲ کب ۱۴۰۰): د زابل د شاجوی ولسوالۍ په روغتیايي مرکز کې د نري رنځ/توبرکلوز د درملنې څانګه پرانیستل شوه چې هره ورځ به د لسګونو ناروغانو د ناروغيو د تشخیص او درملنې وړتیا ولري.

د دغې ولسوالۍ د روغتیايي مرکز آمر ډاکټر سید مبارک شاه هاشمي پژواک خبري اژانس ته وویل، له دې مخکې د ولسوالۍ په روغتیايي مرکز کې د نري رنځ د ناروغیو د تشخیص او درملنې څانګه موجوده نه وه چې له امله یې ناروغان اړ وو د درملنې لپاره ولایتي روغتون ته لاړ شي.

دی زیاتوي، د نري رنځ د درملنې د دې څانګې له پرانیستلو سره اوس د ناروغانو دا ستونزه حل شوه او د خپلې ولسوالۍ په روغتیايي مرکز کې به یې درملنه کېږي.

د ده په خبره، له یادې شوې څانګې سره د روغتیا نړیوال سازمن له خوا د (جن ایکسپرټ) په نوم د یوه ماشین مرسته هم شوې چې په مرسته به یې د نري رنځ د ناروغانو معاینات کوي او د درملو په وړاندې به د هغو مقاومت معلوموي.

ده وویل، شاجوی ولسوالۍ پراخ نفوس لري چې دغه روغتیايي مرکز ته له خاک افغان، نوبهار، ارغنداب او ګاونډي ولایت غزني د جنډې او ناوې ولسوالۍ ناروغان هم د درملنې لپاره راځي.

د زابل د عامې روغتیا رییس ډاکټر عبدالحکیم پژواک د شاجوی په روغتیايي مرکز کې د نري رنځ د درملنې د څانګې پرانیستل مهمه اړتیا وګڼله او ویې ویل نور به د دې ولسوالۍ ناروغان اړ نه وي چې د درملنې لپاره ولایتي روغتون ته لاړ شي.

دی وايي، اوس به په دغه مرکز کې د نورو ناروغیو تر څنګ د نري رنځ تشخیص او درملنه هم کېږي.

د شاجوی ولسوالۍ اوسېدونکي خوشحاله دي چې په روغتیايي مرکز کې یې د نري رنځ د درملنې څانګه پرانیستل شوې ده.

د دې ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالغفور اخندزاده پژواک ته وویل، له دې مخکې د نري رنځ ناروغان اړ وو چې د خپلې ناروغۍ د تشخیص د درملنې لپاره ګاونډیو ولایتونو یا پاکستان ته لاړ شي خو اوس په خپله ولسوالۍ کې د درملنې امکانات ورته برابر شوي دي.

دی زیاتوي، شاجوی لویه ولسوالۍ ده چې له روغتیايي مرکز سره یې باید د درملو او روغتیايي وسایلو مرسته وشي.

فضل الرحمن د شاجوی ولسوالۍ بل اوسېدونکی دی چې دغه روغتیايي مرکز ته یې خپل ناروغ راوستلی دی.

نوموړي پژواک ته وویل، د ولسوالۍ په روغتیايي مرکز کې د نري رنځ د درملنې د څانګې پرانیستل کېدا لویه اسانتیا ده، ځکه خلکو د اقتصادي ستونزو له امله نه شوای کولای خپل دا ډول ناروغان مرکز کلات یا نورو ولایتونو ته د درملنې لپاره بوځي.

دی هم له اړوندو ادارو غوښتنه کوي چې په دې ولسوالۍ کې روغتیايي اسانتیاوې لا ډېرې کړي.

د شاجوی ولسوالۍ په روغتیايي مرکز کې په داسې حال کې د نري رنځ د درملنې څانګه پرانیستل کېږي چې په دې وروستیو کې د هېواد په کچه د نري رنځ ناروغي ډېره شوې او هر کال لسګونه کسان له دې ناروغۍ ژوند له لاسه ورکوي.

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.