Language

په لوګر کې له سلګونو بېوزلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

پل علم (پژواک، ۲۲ کب ۱۴۰۰): د لوګر سرې مياشتې رياست مسوولین وايي، نن يې د ترکيې هېواد له خوا شوې مرسته پر ۵۰۰ بېوزلو کورنيو ووېشله.

د دغه ولايت سرې مياشتې رييس مولوي نصرت پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه مرستې د ياد ولايت په محمداغې ولسوالۍ کې ووېشل شوې.

ده وويل چې د مستحقو کورنيو د انتخاب لپاره مخکې په شفاف ډول سروې ترسره شوې وه.

نصرت زياته کړه چې ياده مرسته د ترکيې هېواد له خوا شوې چې د هرې کورنۍ لپاره ۵۰ کيلو اوړه، شپږ لېتره غوړي، يو من بوره، نيم من وريجې، يوه اندازه دال او شين چای او يوه بسته البسه شامل دي.

login or register a new account.

Related Topics