کابل (پژواک، ۲۲ کب ۱۴۰۰): ډاکتران په داسې حال کې د کرونا پر وړاندې د خلکو پر بې پروایۍ اندېښمن دي چې په تېره یوه میاشت کې د دې ناروغۍ له امله تر ۱۸۰ ډېر کسان مړه شوي دي.
د یادونې ده، په افغانستان کې د کرونا ناروغي له خپرېدو راهیسې تر ۱۷۴زره ډېر کسان پر دې ناروغۍ اخته شوي، نږدې ۱۶۰زره کسان ترې بېرته روغ شوي او ۷۶۲۰ کسان یې له امله مړه شوي دي.
پژواک د فبرورۍ میاشت کې پر کرونا د اخته کسانو او مړو شمېر څېړلی، ښيي چې په دې میاشت کې د کرونا ۱۱۳۱۱ مثبتې پېښې ثبت او ۱۸۷ کسانو د دې ناروغۍ له امله ساه ورکړې ده.
د طب پوهان وايي چې افغانستان د کرونا ناروغۍ د څلورمې څپې په مرحله کې دی، خو اوس هم هره ورځ په مرکز او ولایتونو کې د دې ناروغۍ مثبتې پېښې ثبتېږي، خلک یې باید پر وړاندې بې تفاوته نه شي.
خلک چې د کرونا پر وړاندې د بې پروایۍ په نتیجه کې د مرګ په بستر پراته دي.
د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ اوسېدونکی حاجي پاینده محمد چې پر کرونا د اخته کېدو له امله له تېرو ۱۶ورځو راهیسې په افغان ــ جاپان روغتون کې بستر دی.
نوموړی چې له تېرو دوو ورځو راهیسې له عاجلې خونې ایستل شوی او روغتیايي وضعیت یې یو څه د قناعت وړ دی، پژواک خبري اژانس ته وویل: ((حالت مې ډېر خراب شوی و، تنفس مې نه شو کولای او ان فکر مې وکړ چې نور له دې ناروغۍ نه شم جوړېدلای.))
هغه په دې اړه چې څه ډول پر دې ناروغۍ اخته شو؟ زیاته کړه: ((پر کرونا اخته شوم او اصلاْ پوه نه شوم چې چېرته او څه ډول پر کرونا اخته شوم.))
نوموړي روښانه کړه چې پر کرونا له اخته کېدو مخکې مې روغتیايي سپارښتنې نه مراعاتولې، له همدې امله پر یاده ناروغۍ اخته شوم.
هغه وايي: ((توجه مې نه کوله، ځکه ویل مې کرونا نشته، اوس چې ناروغ شوم، نورو خلکو ته مې پیغام دا دی چې باید روغتیايي سپارښتنې مراعات کړي او ځان ته متوجه شي.))
بلخوا د لوګر اوسېدونکي محمد نواب چې عمر یې ډېر دی او پر کرونا ناروغۍ اخته شوی، نږدې ۲۰ ورځې کېږي په دغه روغتون کې د ډاکترانو تر نظر لاندې بستر دی.
نوموړي زیاته کړه: ((په لومړیو کې مې عادي ټوخی درلود، کورني درمل مې استفاده کړل، خو کله مې چې وکتل درمل راباندې اثر نه کوي، د کرونا ټسټ مې ترسره کړ، پوه شوم چې پر کرونا اخته شوی دی.))
هغه وویل: ((په لومړیو ۱۲ورځو کې په افغان ــ جاپان روغتون کې بستر وم او له رخصت کېدو وروسته کله چې کور ته لاړم، اوکسېجن راته کم شو، بېرته روغتون ته راغلم.))
هغه وویل، پر ناروغۍ له اخته کېدو مخکې مې د کورنۍ نور غړي هم پر کرونا اخته وو، له همدې امله یې روغتیايي سپارښتنې ډېرې مراعاتولې، خو پر کرونا اخته شوم.
نوموړي له ټولو هېوادوالو، په ځانګړې توګه د کابل ښار له اوسېدونکو وغوښتل چې روغتیايي سپارښتنې مراعات کړي او هر ځان باید له دې ناروغۍ ځان وساتي.
د هغو هېوادوالو شمېر ډېر شوی چې په بېروبار سیمو کې ماسک نه تړي.
د دروېش په نوم ۲۱ کلن ځوان چې له څو ځوانانو سره له ماسک تړلو پرته ناست وو، پژواک ته وویل: ((د څه شي ماسک؟ خلک د خوراک لپاره ډوډۍ نه لري، کرونا یې بیا څه شی وي.))
هغه وویل چې د کرونا ویروس خپرېدو په لومړیو کې خلکو دا ناروغي جدي نیوه؛ خو د وخت په تېرېدو او د بېوزلۍ په ډېرېدو سره یاده ناروغي له خلکو هېره شوې او په افغانستان کې جدي نه نیول کېږي.
نوموړي څرګنده کړه چې پر کرونا له اخته کېدو وېره نه لري؛ ځکه چې هرکله یې چې په بدن کې نښې نښانې راښکاره کېږي، د وخت په تېرېدو سره بېرته له منځه ځي او رغېږي.
خو شبنم یعقوبي د کابل پوهنتون یوه زده کړیاله چې ماسک یې اچولی، د دروېش د خبرو خلاف وایي چې روغتیایي لارښوونې په جدي ډول مراعاتوي او د سیاسي نظام د بدلون او بېوزلۍ ډېرېدو له امله ډېری ښاریان له ماسکه ګټه نه اخلي چې د اندېښنې وړ ده.
نوموړې زیاته کړه: «د روغتیا لارښوونې مراعاتوم؛ ځکه چې پر دغه ویروس له اخته کېدو وېره لرم او نه غواړم له ستونزې سره مخ شم.»
د طب پوهان هم روغتیایي ټکو ته پر پاملرنه ټینګار کوي
د افغان- جاپاني روغتون د ساري ناروغیو د کنټرول مسوول ډاکټر عبادالله عباد پژواک خبري اژانس ته وويل: «د افغانستان خلک په هر څه کې ناغېړي کوي؛ په ځانګړې توګه د کرونا په برخه کې، زه هیله لرم چې نور خپل خلک په افت کې وانه چوي.»
هغه څرګنده کړه چې دغه روغتون ته هره ورځ له ١٠٠ تر ١٢٠ ناروغان مراجعه کوي او د ټولو معاينه کېږي.
د هغه په وينا، د دغو ناروغانو له ډلې شاوخوا ٤٠ سلنه يې خفیفه ناروغي لري، ٣٠ سلنه يې په متوسط حالت کې قرار لري او ٣٠ سلنه نور يې په سخت حالت کې دي.
هغه وايي، هغه ناروغان چې له متوسطه او سخته ناروغي ولري، په روغتون کې بستر کیږي او هغه ناروغان چې لږ ناروغه وي، د ډاکتر په مشوره په کورکې د قرنتین وړاندیز ورته کېږي.
ډاکټر عباد زیاته کړه چې کرونا د اوږدې مودې لپاره هغو کسانو ته یو ګواښ کېدای شي چې ضمیموي ناروغي لري.
هغه له خلکو وغوښتل چې روغتيايي لارښوونې په جدي توګه مراعات کړي او د دې ناروغۍ پر وړاندې بې تفاوته پاتې نه شي.
د افغان- جاپان په روغتون کې د ای. پي. سي برخې رییس ډاکتر میړني براتزي وویل، کرونا تر اوسه په ټول هېواد کې د ډېرو کسانو ژوند اخیستی، خو د افغانستان خلک د روغتیایي لارښوونو له په پام کې نیولو پرته، د افغانستان روغتیایي کارکوونکي د دې ناروغۍ پر وړاندې بې تفاوته شوي دي.
هغه څرګنده کړه: «کله چې دوی هره ورځ د کرونا له ناروغانو تماس نیسي، ګوري چې د دوی ناروغي دومره جدي نه ده؛ خو د دې څپې د خپرېدو سرعت لوړ دی او خلک باید د هغه د خپراوي ډېروالي له امله روغتیایی ټکي په پام کې ونیسي.»
ډاکټر مېړني زیاته کړه چې کرونا به د اوږدې مودې لپاره په نړۍ کې شتون ولري؛ د افغانستان په ګډون ټولې نړۍ ته ګواښ کېدای شي؛ ځکه چې په نړۍ کې د کرونا څپې بېلابېل ډولونه لري او دا څپې د خپرېدو په حال کې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP