ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې خلک د لومړنیو توکو د بیې له لوړېدو شکایت کوي

بلخ کې خلک د لومړنیو توکو د بیې له لوړېدو شکایت کوي

author avatar
14 Mar 2022 - 16:28
بلخ کې خلک د لومړنیو توکو د بیې له لوړېدو شکایت کوي
author avatar
14 Mar 2022 - 16:28

مزارشریف (پژواک، ۲۳ کب ۱۴۰۰): د بلخ د مرکز مزارشریف ښار یو شمېر اوسېدونکي د لومړنیو او نفتي توکو د بیې له لوړېدو شکایت کوي.

دوی دغه راز زیاتوي چې د ډالر ارزښت د افغانۍ پر وړاندې ورځ تر بلې لوېږي خو بیا هم توکي د تېر په څېر په لوړه بیه پلورل کېږي.

په دې اړه د مزارشريف ښار يوه ټکسي چلوونکي نصیراحمد پژواک ته وويل چې پنځه میاشتې وړاندې يې یو لېټر تېل په ٤٨ افغانۍ پېرل خو اوس یې بيه ٨٠ افغانیو ته لوړه شوې ده.

هغه وایي: ((زما چې خپل موټر دى، مصارف نه شم پوره کولاى، د هغو کسانو چې موټر خپل نه دي، هغوی په څه کوي.))

اسدالله چې د مزار ښار په منډوي کې لاسي کراچۍ چلوي، پژواک ته وويل چې درې میاشتې وړاند د ډالر له لوړېدو سره د توکو بیې لوړې شوې خو اوس ډالر ټیټ شوی خو توکي د پخوا په څېر په لوړه بیه پلورل کېږي.

هغه د سرپرست حکومت له مسوولینو غواړي څو بیې کنټرول کړي.

عبدالوحید هټۍ وال دی او وایي چې توکي د تولیدوونکو او واردوونکو شرکتونو له لوري په لوړه بیه پلورل کېږي؛ ځکه دوى هم اړ دي چې په لوړه يې بيه يې وپلوري.

هغه وایي: ((لس لېټره غوړي مې اووه میاشتې مخکې له شرکتونو په اووه يا اته ډالره اخيستل، خو اوس يې نرخ ١٨ ډالرو ته لوړ شوى دى.))

بلخ کې د کسبه کارانو او اصنافو اتحادیې مسوول غلام سخي سخا پژواک ته وويل چې د خوراکي توکو په بيیو کې په نړیواله کچه بدلون راغلی دى.

هغه همدارنګه زیاتوي چې د روسیې او اوکراین جنګ د لومړنیو توکو پر بیو اغېز کړی او دغه جنګ لامل شوی چې افغانستان ته د توکو په وارداتو کې کموالی راشي.

يو شمېر نورو کسانو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومتي مسوولينو يې د نرخونو د کنټرول غوښتنه وکړه.

په دې اړه د مزار ښاروال مولوي قدرت الله طارق پژواک ته وويل چې دوی تېره میاشت د ښار په هټۍوالو نرخنامه وېشلې او د هماغې نرخنامې مطابق هټۍوال خپل توکي پر خلکو پلوري.

دى زياتوي: ((د افغانیو پر وړاندې د ډالر بیه د تېرې میاشې په پرتله راکمه شوې، نو موږ به هم د نوي کال په راتلو سره نوې نرخنامه جوړه او خلک به پرې خبر کړي.))

د يادونې ده، په دې وروستيو کې د بلخ ترڅنګ په پلازمېنې کابل او نورو ولايتونو کې د لومړنيو توکو بيې لوړې شوې دي.

Views: 29

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.