ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيا خلک: باروړونکو موټرو د ډېر وزن بارولو له امله د دغه ولايت سړکونه تخريب کړي

د پکتيا خلک: باروړونکو موټرو د ډېر وزن بارولو له امله د دغه ولايت سړکونه تخريب کړي

author avatar
14 Mar 2022 - 17:22
د پکتيا خلک: باروړونکو موټرو د ډېر وزن بارولو له امله د دغه ولايت سړکونه تخريب کړي
author avatar
14 Mar 2022 - 17:22

ګردېز (پژواک، ٢٣ کب ۱۴۰۰): د پکتيا اوسېدونکي وايي چې په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې باروړونکو موټرو سړکونو ته سخت زيان اړولی او زیاتوي، که يې مخه ونه نيول شي، نور به هم زيانمن شي.

په دې وروستيو څو مياشتو کې د ورځې سلګونه باروړونکي موټر چې ډېری يې د ډبرو له سکرو بار وي، له دغه ولايت څخه پاکستان ته تګ راتګ کوي.

دغه باروړونکي موټر له کابله ګردېز او بيا له ګردېزه پټان ولسوالۍ او په نورو فرعي لارو تګ راتګ کوي چې د خلکو په خبره، په ډېرو ځايونو کې يې سړکونه ويجاړ کړي دي.

د پکتيا د سيد کرم ولسوالۍ اوسېدونکي خان محمد طوطاخېل پژواک ته وويل: ((موږ هره ورځ ګورو چې سلګونه لوی موټر له دې لارې سرحد ته روان وي چې په دې موټرو کې درانه مالونه او توکي وړل کېږي او سړکونو ته يې سخت زيات اړولی دی.))

دی وايي، پخوا هم پر دې لار لويو موټرو تګ راتګ کاوه، خو په دې ورستيو کې د ډبرو له سکرو بار ټېلر موټر زيات شوي چې په ډېرو ځايونو کې يې سړکونه تخريب کړي دي.

دغه راز په پکتيا کې قومي مشر حاجي نېک محمد هم د سړکونو د اوسني حالت په اړه ورته اندېښنه لري او وايي چې په ډېرو ځايونو کې سړکونه تخريب شوي او لا هم  د خرابېدو په حال کې دي.

نوموړي پژواک ته وويل: ((د ګردېزـ پټان لويه لار چې په تېر دولت کې يې هم خلکو د ترميم غوښتنه کوله اوس هم له  مسوولينو څخه غواړو چې د دې لارې پخوانۍ تخريب شوي ځايونه ورغوي او اوس خو بايد لا زياته پاملرنه ورته وشي.))

دی وايي دغه يوه ترانزيټي لار ده چې د ورځې سلګونه بار وړونکي موټر پرې تګ راتګ کوي.

نيک محمد وايي، په اوس وخت کې د تېر په پرتله د لويو موټرو تګ راتګ زيات شوی او زیاتوي که چېرې په موټرو کې بار وزن کنټرول نه شي، نور به هم سړکونه زيانمن کړي.

د دغه ولايت يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومتي چارواکو يې په دې برخه کې د جدي اقداماتو غوښتنه وکړه.

بل لور ته د دغه ولايت حکومتي چارواکي وايي چې دې مسئلې ته متوجه دي او د موټرو د وزن کنټرول لپاره يې اقدام کړی دی.

د پکتيا د ټولګټو چارو رييس مولوي احمد احمدي پژواک ته وويل: ((موږ د وزن د کنټرول لپاره ترازو نصب کړې چې د ټولو باروړونکو موټرو وزن کنټرولوي او چا چې ډېر وزن بار کړى وي، قانوني چلند ورسره کوي.))

نوموړی وايي چې هر موټر ته پر اکسل د پنځه ټنه وزن لرلو اجازه شته خو که له دې ډېر وي، بيا يې مالونه ښکته کېږي.

مولوي احمد د سړکونو د تخريب په اړه وويل: ((تر يوې اندازې د زيات وزن خبره هم  سمه ده، خو لويه ستونزه دا ده چې د دغو سړکونو د جوړېدو په وخت کې د لويو موټرو معيار په پام کې نه دى نيول شوى او يوازې د سپرلي وړونکو موټرو لپاره جوړ شوي دي.))

ده وويل چې د سړکونو ستونزه بايد د هېواد په کچه حل شي؛ ځکه دغه ډول باروړونکي موټر له يوه ولايت څخه بل ته تګ راتګ کوي.

د پکتيا د ټولګټو چارو رييس داهم وويل، په پام کې لري په نوي کال کې د يادو سړکونو هغه برخې چې ډېرې تخريب شوې، بېرته له سره ورغوي.

د يادولو ده، د ګردېزـ پټان لويه لار چې په ډېره برخه کې يې تخريب شوې ده، د تېر نظام په وروستيو کې يې د بيارغولو تړون لاسليک شو خو تر اوسه يې چارې نه دي پيل شوې.

Views: 59

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.