Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په فراه کې د ۲۲۰۰ روږدو درملنه شوې ده

فراه (پژواک، ۲۳ کب ۱۴۰۰): فراه کې مسوولین وايي، د دغه ولایت له مرکز او شاوخوا سيمو يې ۲۷۰۰ نشه يان د درملنې په موخه ټول کړي وو چې له ډلې یې تر اوسه د ۲۲۰۰ کسانو درملنه شوې او بېرته له خپلو کورنيو سره يوځای شوي دي.

د فراه د محبس مدير ملا لعل محمد ذاکري پژواک خبري اژانس ته وويل چې اوس له دغه محبسه د نشه يانو د درملنې د مرکز په توګه استفاده کېږي.

ده وويل چې تر اوسه د ۲۲۰۰ کسانو درملنه شوې او۴۹۰ نشه يان لا هم تر درملنې لاندې دي.

د دغه ولایت د عامې روغتيا رييس ډاکټر مزمل پژواک خبري آژانس ته وويل چې دوی د نشه يانو د درملنې په موخه ګرځنده روغتيايي ټېمونه جوړ کړي دي.

ده وويل چې نشه يان له درې میاشتنۍ درملنې وروسته بېرته له خپلو کورنيو سره يوځای کېږي.

بلخوا د فراه اوسېدونکي د حکومت د دغه اقدام هرکلی کوي چې نشه يان د ښار له لارو او کوڅو ټولوي او د درملنې لپاره يې مشخص ځای ته لېږدوي.

د خوانين په نوم يوه کس پژواک ته وويل چې پخوا به نشه يانو غلاوې کولې او خلکو ته يې زيان رساوه.

ده وويل: "اوس وېره نه لرو چې مال به مو څوک غلا کړي، د شپې ارام خوب کوو."

 ده له حکومتي مسوولانو وغوښتل چې د ښار له لارو او کوڅو دې د نشه يانو ټولولو او درملنې ته دوام ورکړي.

ده زياته کړه: "نشه يان وخت ناوخت د خلکو مالونه غلا کوي او که درملنه يې وشي، له يوې خوا به دغه کسان له اعتیاد څخه وژغورل شي او له بلې خوا په ټولنه کې د غلاوو مخه ونيول شي."

د يادونې ده، په هېواد کې د نوي نظام په رامنځته کېدو سره په کابو ټولو ولايتونو کې نشه یان له لارو او کوڅو راټولېږي او له درملنې وروسته خپلو کورنيو ته سپارل کېږي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.