[restrict paid="true"]
کابل (پژواک، ۲۴ کب ۱۴۰۰): نن په کابل کې په یوه غونډه کې د رسنیو له خوا واقعیتونو ته په پام د خلکو د اذهانو پر روښانتیا او د پراخ بنسټه حکومت پر جوړښت ټینګار وشو.
د تبيان فرهنګي مرکز مشر سيد عيسی حسیني مزاري په دې ناسته کې چې «په هېواد کې حاکم شرايط او د اسلامي رسينو مسووليت» تر نوم لاندې جوړه شوې وه، وویل، د رسنیو مسووليت دا دی چې خپل ايماني او اسلامي رسالت په ښه ډول ترسره کړي او په هېواد کې د شته بې باوریو په له منځه وړو کې ونډه واخلي.
دغه راز دی وایي، د رسنیو مسوولیت دا دی چې د خلکو ذهيتونه روښانه کړي، د خلکو غوښتنې تر حکومت او نړۍ ورسوي او د ناسمو اوازو په اړه خلکو ته پر حقیقت ولاړ معلومات ورکړي.
هغه د اوسني حکومت په اړه وویل: «په تېرو اوو- اتو مياشتو کې د طالبانو حکومت له دې سره سره چې تحريمونه هم پرې وضع شوي او ستونزې هم شته؛ خو د کرزي او غني تر حکومتونو بهتر دی، بايد ملاتړ يې وکړو؛ ځکه بدیل يې نه لرو.»
ده له شنونکو او د چارو له پوهانو وغوښتل چې پر اوسني حکومت دې سالمې نیوکې وکړي خو د عقدو له پاللو دې ډډه وکړي؛ ځکه چې په هر اړخيز ډول شرایط تر پخوا ښه شوي دي.
ده د سرپرست حکومت پر چارواکو هم غږ وکړ چې له هېواده د متخصصو او تجربه لرونکو کسانو د وتو مخه ونيسي؛ ځکه چې هېواد ډېرې ابادۍ او بيارغونې ته اړتيا لري.
هغه زیاته کړه: «د اسلامي امارت مشرانو! تاسو بايد په خلکو پسې ورشئ، راټول يې کړئ، هسې نه چې خلک بيا داسې ګنګوسې جوړې کړي چې حکومت انحصاري دی، د يو قوم او يوې ژبې لرونکو خلکو دی؛ نه، حکومت بايد وسيع البنياد او ټولشمول وي.»
ده وویل چې ټول افغانان باید د خپل هېواد د ابادۍ او یو او بل زغملو په فکر کې وي.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP