Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کندهار اوسېدونکي: د برېښنايي تذکرو او موټر چلونې لایسنس د وېش پروسه دې چټکه شي

[restrict paid=”true”]

کندهار (پژواک، ۲۴ کب ۱۴۰۰): د کندهار اوسېدونکي وايي، په دې ولایت کې د برېښنايي تذکرو او موټر چلونې د لایسنس ورکړې لړۍ ډېره ورو ده او دوی نه شي کولای په اسانۍ یې ترلاسه کړي.

هغوی له حکومته غواړي چې دغه لړۍ چټکه کړي، څو خلک وکولای شي، په کم وخت کې په اسانۍ سره دغه اسناد ترلاسه کړي.

خلک دا غوښتنه له هغه وروسته کوي چې د کندهار والي امنیتي مسوولینو او ترافیکو ته سپارښتنه وکړه، څو له خلکو او موټر چلوونکو وغواړي، برېښنايي تذکرې او د موټر چلونې لایسنسونه جوړ کړي.

د کندهار ښار اوسېدونکی عبدالنافع په دې اړه وایي: «تذکرې او لایسنسونه مهم دي؛ اما مرکزونه یې باید زیات شي؛ اوس ډېر بېروبار وي او په ورځو ورځو خلکو ته نوبت نه رسېږي.»

دی وايي، د کندهار والي له خلکو دا غوښتنه په داسې حال کې کوي چې د یادو شوو دواړو ادارو کارونه ډېر سست پر مخ ځي او خلکو ته ان په میاشتو هم نوبت نه رسېږي.

د ده په خبره، ولایتي اداره دې لومړی د برېښنايي تذکرو او موټر چلونې د لایسنس ورکړې مرکزونه ډېر او پرسونل یې زیات کړي، وروسته دې بیا له خلکو وغواړي چې دا اسناد جوړ کړي.

د معروف ولسوالۍ اوسېدونکی دلبر هم وایي، د برېښنايي تذکرو اخستلو لپاره هره ورځ سلګونه کسان مراجعه کوي، خو دا چې په کندهار ښار کې د برېښنايي تذکرو یوازې دوه مرکزونه فعالیت لري، د خلکو اړتیاوې نه شي پوره کولای.

هغه غوښتنه کوي چې د کندهار ښار تر څنګ باید په ولسوالیو کې هم د بريښنايي تذکرو مرکزونه پرانیستل شي.

ده وویل: «دا خو ښه خبره ده چې خلکو ته د برېښنايي تذکرو د جوړونې لارښوونه کیږي، خو باید د خلکو له اړتیا سره سم دغه پروسه چټکه شي او د ښار تر څنګ په ولسوالیو کې هم د برېښنايي تذکرو مرکزونه جوړ شي.»

پر همدې مهال د کندهار ترافیک او امنیتي مسئولین چې د لایسنس او برېښنايي تذکرو جوړولو لارښوونه موټرچلوونکو ته کوي وایي، ترافیکو او نورو امنیتي کسانو ته لارښوونه شوې چې په ډېر ښه سلوک سره خلکو ته لارښوونه وکړي او د خلکو سره ښه رویه وکړي.

د کندهار د استخباراتو ریاست د یوې ټولۍ مسوول سیف الله اغا چې په دغه کمپاین کې له امنیه قوماندانۍ سره همکاري کوي وايي، ټولو امنیتي کسانو ته لارښوونه شوې چې له خلکو څخه په نرمه لهجه غوښتنه وکړي چې برېښنايي تذکرې او د موټر چلونې لایسنسونه جوړ کړي.

هغه وویل: «له ټولو مجاهدینو څخه غوښتنه کوو چې په نرمه لهجه ولس پوه کړئ، یعنې هېڅوک پر چا نه شي کولای زور واچوي.»

دغه راز د کندهار د ترافیکو ریاست د ټولۍ قوماندان فریداحمد وایي، اوسمهال د هغو موټر چلوونکو شمېر ډېر شوی چې غواړي لایسنسونه جوړ کړي؛ ځکه د لایسنس په جوړولو کې ځنډ راځي.

هغه زیاته کړه: «زموږ فعالیت په منظم شکل دوام لري او خلکو ته لایسنسونه ورکوو، خو خلک هم باید خپلو کشرانو ته وسایط په لاس ورنه کړي، څو د ترافیکي پېښو مخنیوی شوی وي.»

دغه راز د کندهار د احصایې او معلوماتو ریاست مسوولین وایي، دوی په پوره توان هڅه کوي چې د تذکرو پروسه چټکه کړي او ځنډ په کې رانه شي.

د احصایې او معلوماتو ریاست رییس مفتي محمدخان وایي، اوسمهال په کندهار کې د برېښنايي تذکرو د وېش دوه مرکزونه شته خو  درېیم مرکز به په راتلونکې وري میاشت کې پرانیستل شي.

هغه زیاته کړه: «د خلکو شمېر زیات دی او تر اوسه موږ ۱۲ زره کورنۍ فورمې ثبت کړې دي؛ موږ د دوه نورو مرکزونو د پرانیستلو غوښتنه کړې او تمه لرو چې منظور شي.»

ده وویل، د نوي حکومت له راتګ وروسته په کندهار کې تر اوسه ۱۴۸۲۵ تذکرې وېشل شوې او دا لړۍ روانه ده.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.