Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

«روان کال کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۹۹ پېښې ثبت شوې»

کابل (پژواک، ۲۵ کب ۱۴۰۰): د خبریالانو د ملاتړ بنسټونو مسوولین وايي، که څه هم د تېر کال په پرتله روان کال کې د خبریالانو د وژنې پېښې کمې شوې، خو د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی کچه دوه برابره ډېره شوې ده.

د خبریالانو مرکز او افغان خبریالانو ټولنې په ګډه اعلامیه کې راغلي چې په ۱۴۰۰ هـ ش کال کې د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۱۷ پېښې ثبت شوې دي.

اعلامیه کې راغلي: ((د تېر حکومت د دورې په پرتله د نوي حکومت په دوره کې تاوتریخوالی څه باندې دوه برابره ډېر شوی دی.))

په دې اعلامیه کې ویل شوي چې روان کال کې څلور خبریالان او د رسنیو کارکوونکي چې مینا خیري، دانش صدیقي، علي رضا احمدي او نجمه صادقي په کې شامل دي، وژل شوي دي.

خو سرچینه وايي، د ترلاسه شوو راپورونو له مخې په ۱۳۹۹ کال کې ۱۱ خبریالان وژل شوي وو.

اعلامیه کې یادونه شوې چې د جمهوریت په دوره کې په لومړیو پنځو میاشتو کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۳۳ پېښې ثبت شوې دي.

سرچینه وايي، د نوي حکومت تر راتګ وروسته، د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۶۶ پېښې ثبت شوې دي.

د افغان خبریالانو د مرکز او افغان خبریالانو خپلواکې ټولنې د راپور له مخې، د جمهوریت تر سقوط وروسته تر ۴۰ سلنه ډېرې رسنۍ د اقتصادي ستونزو له امله تړل شوې او ۳۰ سلنه نورې یې د بندېدو په حال کې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.