مزارشریف (پژواک، ۲۵ کب۱۴۰۰): د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې د ښاروالۍ او نورو ادارو له لوري د ښار پاکولو لپاره عمومي حشر وشو.
د مزارشریف ښاروال مولوي قدرت الله طارق وويل چې دغه حشر یې د نوي کال راتګ او مزار ته د مېلمنو د هرکلي په موخه پیل کړی.
نوموړی وایي چې د نوي کال لپاره یې د ښار د ښکلا په موخه د مارکېټونو مالکانو ته امر کړی چې خپل مارکیټونه رنګ کړي.
د ښاروال په وينا، د نوي کال د راتګ په مناسبت به د ښار واټونه په څراغونو او ګلانو هم ښکلى کړاى شي.
د بلخ اوبو رسونې ریاست تخنیکي چارو امر فرید سادات چې په دغه حشر کې یې برخه اخيستې، وایي چې ده او ادارې ۴۰ کارکوونکو يې نن د مزار ښار د پاکۍ په موخه په دغه حشر کې ګډون کړی دى.
د مزار ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ عمومي مدیر ضياوالحق عطایي بیا له خلکو غواړي چې د ښار په پاکوالي کې دې ونډه واخلي او د دغه ریاست سره دې تل مرسته وکړي.
هغه همدارنګه زیاتوي چې مزار ښاروالۍ د نوي کال په راتګ سره د باندنیو مېلمنو لپاره د ښار درې ښوونځي چمتوي کړي چې مېلمانه به د نوي کال شپو او ورځو کې په کې واوسېږي.
د مزار ښاریان هم د ښاروالۍ د دغه کار ستاینه کوي خو له دغې ادارې غواړي چې د ښار پاکي دې یوازې د نوي کال لپاره نه ځانګړې کوي او تل دې ښار پاک وساتي.
حاجي غلام محی الدین د مزارشریف ښار اوسیدونکی وایي، خوشاله دى چې دغه ښار د ښاروالۍ له لوري پاکېږي.
هغه له ښاروالۍ وغوښتل چې لږ تر لږه دې په میاشت کې یوځل دغه حشر په لار واچوي تر څو ښار د کثافاتو له شتون څخه پاک شي.
Views: 26
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن