[restrict paid=”true”]
کندهار (پژواک، ۲۶ کب ۱۴۰۰): د کندهار په شاولیکوټ ولسوالۍ کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزرات له خوا د یوه چیک ډیم جوړولو چارې پیل شوې.
چیک ډیم د یادې ولسوالۍ په سوزني کلي کې جوړېږي چې د بنسټ اېښودو په مراسمو کې یې د یاد وزارت مرستیال مولوي صدراعظم، د کندهار ولایتي چارواکو او قومي مشرانو ګډون کړی و.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي صدر اعظم پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه چیک ډيم د ۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت د دغه وزارت له خوا د ۵ میاشتو په موده کې جوړېږي چې د ۴۰ زره جریبه ځمکې خړوبولو وړتیا به ولري.
هغه زیاته کړه، د چیک ډیم په دې پروژه کې به لسګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي او له اوبو څخه به یې زرګونه کسان ګټه اخلي.
د کندهار مرستیال والي مولوي حیات الله مبارک هم وویل چې د دغه چیک ډیم په جوړېدو سره به د سیمې کروندګر کافي اوبه ولري او کرنه به وده وکړي.
د هغه په وینا، په دې چیک ډیم کې به د بارانونو هغه اوبه زېرمه کېږي چې پخوا به بې ځایه تللې.
د ده په خبره، حکومت هڅه کوي، په بېلابېلو برخو، په ځانګړې توګه د کرنې په وده کې خلکو ته استانتیاوې برابرې کړي.
کروندګر د اوبو بندونه خورا مهم بولي او له کرنې وزارت څخه غوښتنه کوي چې په هغه سیمو کې د اوبو بندونه زیات کړي کوم چې اوبه پکې کمې او یا نشته.
د شاولیکوټ د سوزني کلي یوه کروندګر محمد جان پژواک ته وویل، د دې سیمې اوسېدونکي له کلونو راهیسې د اوبو له کمښت سره مخ دي چې د دغه بند په جوړېدو به یې دا ستونزه حل شي.
نوموړي زیاته کړه، د حکومت له دې ګام سره به د سیمې کروندګر د خپلو ځمکو او باغونو لپاره کافي اوبه ولري او حاصلات به یې ډېر شي.
خو دی له حکومت او مرستندویه ادارو غواړي چې د کندهار په هغو سیمو کې دې ورته ډېر بندونه جوړ کړي څو خلک یې د اوبو له کمښت سره مخ دي.
د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې په سپین بولدک ولسوالي کې د یاد شوي وزارت له خوا د اوبو د یوه بند جوړولو کار پیل شو ۴۵ میلیونه افغانۍ لګښت ورباندې راځي.
دغه بند به د ۱۰ میلیونه متره مکعبه اوبو د زېرمه کولو وړتیا ولري او ۴۰ زره جریبه ځمکه به خړوبه کړي.
[/restrict]
Views: 121
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن