[restrict paid=”true”]
کابل (پژواک، ۲۶ کب ۱۴۰۰): د افغانستان د ژورنالېستانو او رسنیزو بنسټونو فدارسیون، احمد صهیب حسرت د کال غوره څېړنیز خبریال او فروغ ترین د خبري اژانسونو د غوره خبریالې په توګه غوره کړي دي.
د کب میاشتې ۲۷مه هر کال د خبریالانو ملي ورځې په توګه نمانځل کېږي.
د افغانستان د ژورنالېستانو او رسنیزو بنسټونو فدارسیون غړي محمد ګل ګران نن په دې تړاو جوړه شوې غونډه کې وویل چې دغه فدراسیون یوه میاشت مخکې د خبریالانو ترمنځ د سیالۍ یو بهیر پیل کړ.
هغه وایي چې په دې سیالۍ کې له ټول هېواده ۴۰۰ خبریالانو ګډون کړی و.
نوموړي وویل چې دغه سیالي په بېلابېلو برخو، لکه د ۱۴۰۰ کال غوره څېړنیز خبریال، ورځپاڼې لیکونکی، ازاد خبریال، ویاند، د سیاسي خپرونو ویاند، د راډیویي خپرونو ویاند، انځور اخيستونکی، خبري اژانسونه او … کې ترسره شوې.
هغه زیاتوي چې یادو ۴۰۰ کسانو په اړوندو برخو کې خپلې کاري بېلګې له دغه فدارسیون سره شریکې کړې وې او د دغو بېلګو د څېړنو لپاره دغه فدارسیون یوه ځانګړې کمېټه جوړه کړه او کمېټې د هرې برخې لپاره د ۱۴۰۰ کال غوره خبریال وټاکه.
فدراسیون،د پژواک خبري اژانس خبریال احمد صهیب حسرت د ۱۴۰۰ کال د څېړنیزو راپورونو برخه کې د غوره خبریال او د دغه اژانس خبریاله فروغ ترین د خبري اژانسونو د غوره خبریالې په توګه ټاکلي دي.
په دغه رقابتي پروګرام کې ذبیح الله سادات د غوره سیاسي ټلوېزوني ویاند، اسدالله وحیدي د غوره سیاسي راډیويي خپرونو د ویاند، شفیق الله احمدي د غوره سپورټي خبرونو د ویاند، بهرام امان د غوره خبرونو د ویاند، مقبول نوري د ورځپاڼې غوره خبریال، لطیفه سادات موسوي د غورې ازادې خبریالې، حبیب الله مرادي د اسلامي خپرونو د غوره خبریال، فرهاد رامکي د ټولنیزو پروګرامونو د غوره خبریال، نعمت الله رنځور د راډیویي پروګرامونو د غوره خبریال، جاوېد رازمند غوره انځور اخيستونکي، حمیده مددي د راډیو د غوره خبریالې، هدایت الله احمدي د راډیویي خپرونو د غوره ویاند، ګلاب الدین امیري د غوره تصویر اخيستونکي، قدرت الله حمیدي د زړور انځور اخيستونکي، خاطره احمدي د زړورې خبریالې، ابراهیم عابد د تفریحي خپرونو د غوره خبریال او لعل اقا شېرین د غوره طراح په توګه وټاکل شول.
تېره ورځ د افغانستان د خبریالانو مرکز (AFJC) ویلي چې د خبریال د ملي ورځې په مناسبت د پژواک خبري اژانس ولایتي خبریال قطب الدین کوهي په ګډون څلور کسان د ۱۴۰۰ کال د غوره خبریالانو په توګه غوره کړي وو.
[/restrict]
Views: 150
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن