ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فراه کې دوو ځوانانو لسګونو کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده

فراه کې دوو ځوانانو لسګونو کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده

author avatar
20 Mar 2022 - 13:29
فراه کې دوو ځوانانو لسګونو کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده
author avatar
20 Mar 2022 - 13:29

فراه (پژواک، ۲۹ کب ۱۴۰۰): دوو فراهي ځوانانو د کاغذ او پلاستيک ضايعاتو راټولولو په برخه کې تر سلو ډېرو کسانو ته د کار زمينه برابره کړې ده.

سيد عجب ګل او شېرمحمد د فراه ښار په څنډه کې د کاغذ او پلاستيک ضايعاتو راټولولو لپاره اقدام کړی چې له امله يې له يوې خوا ښار پاکېږي او له بلې خوا يې لسګونو بېوزلو کسانو ته کار پیدا کړی دی.

دوی دغه مواد له ټولولو وروسته هرات ولايت ته وړي او هلته يې د پلاستيک او کاغذ جوړولو پر فابريکو پلوري.

سید عجب ګل د دغه ولايت د پشترود ولسوالۍ اوسېدونکی دی او اوس په فراه ښار کې اوسېږي.

هغه پژواک ته وويل: “موخه مو خلکو ته د کار زمينه برابرول او د ښار پاکول دي.”

نوموړي زياته کړه چې له ۱۰۰ تر ۱۵۰ کسان دوی ته پلاستیک او کاغذ راټولوي او په بدل کې يې پيسې ترلاسه کوي.

د هغه په خبره چې دوی دغه ضايعات د رنګ له مخې سره بېلوي او وروسته يې هرات ولايت ته وړي او هلته ترې نوي پلاستيکونه او کاغذ جوړېږي.

هغه وويل چې هر کارګر ته د ورځې ۱۰۰ تر ۲۰۰ افغانيو ورکوي.

سيد عجب ګل وويل چې که حکومت ورته امکانات برابر کړي، نو لا ډېرو کسانو ته به کاري فرصتونه برابر کړي.

د هغه په وینا: “له حکومت څخه مو غوښتنه دا ده چې موږ ته دې پيسې په پور راکړي، موږ دا وړتيا لرو چې نورو هېوادوالو ته هم د کار زمينه برابره کړو.”

له دوی سره نه يوازې د فراه، بلکې د نورو ولايتونو بېوزله کسان هم کار کوي.

رفيع الله د هلمند اوسېدونکی دی او اوس په فراه ښار کې د کاغذ او پلاستيکټولولو په برخه کې له سيد عجب ګل سره کار کوي.

نوموړي پژواک ته وويل: “شاوخوا دوه اوونۍ کېږي چې کار راته پيدا شوی، د ورځې ۲۰۰ افغانۍ ترلاسه کوم.”

د فراه ښار یوه اوسېدونکي عبدالقیوم پژواک ته وويل چې هره ورځ د سهار له اوو د مازديګر تر څلورو بجو پلاستيک او کاغذ ټولوي او د ورځې ۲۰۰ افغانۍ ګټي.

هغه زیاته کړه: “خوښ يم چې هره ورځ په خپل ښار کې کار کوم او د شپې مې له ځان سره بچيانو ته دوه سوه افغانۍ وړم.”

دا لومړی ځل دی چې په فراه ولايت کې په شخصي امکاناتو د کاغذ او پلاستيک د ضايعاتو راټولولو لپاره اقدام شوی دی.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.