ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تېر حکومت قاضیان: زموږ برخلیک دې معلوم شي

د تېر حکومت قاضیان: زموږ برخلیک دې معلوم شي

author avatar
20 Mar 2022 - 17:29
د تېر حکومت قاضیان: زموږ برخلیک دې معلوم شي
author avatar
20 Mar 2022 - 17:29

کابل (پژواک، ۲۹ کب ۱۴۰۰): د مخکیني حکومت یو شمېر قاضیان وایي، له تېرو شپږو مياشتو راهيسې يې نه یوازې معاش نه دی اخیستی بلکې برخلیک یې هم معلوم نه دی.

هغوی چې شمېر یې لسګونو کسانو ته رسېده، د خپل برخلیک معلومولو په موخه نن (۲۹کب) په کابل کې د اعتراض په توګه راغونډ شوي وو.

د نصیر احمد دلاور په نوم یوه قاضي دغې اعتراضیه غونډې ته په وینا کې وویل، له تېرو شپږو میاشتو راهیسې د تېر حکومت ټول قاضیان بې برخلیکه دي.

هغه له حکومته وغوښتل چې پخواني قاضیان دې بیرته په دندو وګومارل شي، څو هېوادوالو ته خدمت وکړي.

دی وايي، که حکومت دوى بېرته پر دندو نه ګوماري نو بیا دې د ۶ میاشتو معاش ورکړي او تقاعد دې یې کړي.

د محمد یعقوب صدیقي په نوم یوه قاضي هم غوښتنه کوله چې حکومت دې د قاضیانو برخلیک معلوم کړي.

هغه زیاته کړه، پخوانیو قاضیانو لوړې زده کړې کړي او کاري تجربه لري، د دوی مسلکیتوب ته په پام باید بیرته په دندو وګومارل شي.

د نه ګومارل کېدو په صورت کې ده هم غوښتنه وکړه چې بیا دې ټولو قاضیانو ته د شپږو میاشتو معاش ورکړل شي او وروسته دې تقاعد کړای شي.

د غونډې په پای کې د معترضو قاضیانو له خوا یو پرېکړه لیک هم وړاندې شو.

په پرېکړه لېک کې راغلي، د حکومت له لوري د خپرو شوو وروستیو اعلامیو  مطابق چې د هېواد کادرونو ته یې د بیرته راستنېدو بلنه ورکړې ده، شته قاضیان چې شمېر یې ۲۵۰۰ تنو ته رسېږي کار او خدمت ته چمتو دي.

په پرېکړه ليک کې له حکومته غوښتل شوي چې پخواني ټول قاضیان دې پر دندو وګوماري.

په پرېکړه لیک کې دا هم راغلي چې پر ټولو قاضیانو د فساد تور پورې کول ناسمه کړنه ده، جرم فردي عمل دی، که څوک په کوم جرم تورن وي، موضوع دې یې وڅېړل شي او له دندې دې ګوښه شي خو هغوی چې جرم نه لري، باید په دندو وګومارل شي.

په پرېکړليک کې زياته شوې، که دوی د کومو ملاحظو له مخې په دندو نه ګومارل کېږي نو بیا دې د شپږو میاشتو معاش او تقاعد ورکړل شي.

په پرېکړه ليک کې د قاضيانو د امنيت پر خونديتوب هم ټينګار شوى او غوښتنه شوې که د دوی امنيت خوندي نه شي؛ نو هېواد به پرېږدي.

د سترې محکمې د عامه اړیکو او مطبوعاتو رییس مولوی عبدالبصیر مشعل په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وویل، په تېر حکومت کې ډېرې ګومارنې د شخصي اړیکو او ګټو پر اساس شوې دي.

هغه زیاته کړه: ((د سترې محکمې مسوولین هڅه کوي په دې اړه څېړنه وکړي څو د تېر حکومت په څېر مفسد کسان محکمو ته داخل نه شي، خو دا کار وخت ته اړتیا لري.))

خو ده یادونه وکړه چې په یادې شوې ادارې کې اوس هم ډېری کارکوونکي د تېرې ادارې کسان دي.

Views: 368

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.