Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ملګري ملتونه: د اوکراین په جګړه کې شاوخوا ۲۲۰۰ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

کابل (پژواک، ۲۹ کب ۱۴۰۰): د ملګرو ملتونو د بشري حقونو اداره وایي چې د اوکراین په جګړه کې تر اوسه څه باندې ۲۲ سوه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې پر اوکراین د روسیې د یرغل له پیله تر اوسه ۸۴۷ ملکي وګړي وژل شوي او  ۱۳۹۹ نور ټپیان شوي دي.

خو سرچینې زیاته کړې چې ښایي اصلي شمېرې تر دې هم لوړې وي؛ ځکه چې ډېرو سیمو ته د دوی لاسرسی ناشونی دی.

د ملګرو ملتونو یادې ادارې ویلي چې ډیره مرګ ژوبله د درنو چاودنو او درنو وسلو بریدونو له امله رامنځته شوې ده.

بلخوا د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ویلي چې پر اوکراین د روسیې د برید له پیله تر اوسه پورې ۳.۳ میلیونه اوکراینیانو خپل هېواد پرېیښی او ۶.۵ میلیونه نور په کور دننه بېځایه شوي دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ مشر فلیپو ګراندې وایي: “خلک د بمونو، هوایي بریدونو او بې ساري ویجاړیو له ویرې وتلو ته دوام ورکوي.”

د فرانسې خبري اژانس ویلي، نږدې ۹۰ سلنه هغه کسان چې وتلي، مېرمنې او ماشومان دي. له ۱۸ تر ۶۰ کلنو پورې اوکراینیان نظامي دندې ته پر شرایطو برابر دي او نه شي کولی هېواد پرېږدي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.