Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په چین کې یوه مسافر وړونکې الوتکه لوېدلې ده

کابل (پژواک، د وري لومړۍ نېټه ۱۴۰۱): د راپورونو له مخې، د چین په سوېل کې ۷۳۷ بوینګ الوتکه چې ۱۳۳ مسافر یې لېږدول، لوېدلې ده.

د چین رسنیو خبر ورکړی چې دا الوتکه  د چین د ختیځ هوايي شرکت اړوند وه  او  نن دوشنبه د دغه هیواد د ګوانګشي ایالت په یوه غرنۍ سیمه کې لوېدلې ده.

د چین دولتي رسنۍ (CCTV) د چینايي چارواکو له قوله ویلي چې د پېښې ځای ته ژغورونکي ډلې رسېدلې، خو سمدستي په دې پېښه کې د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی، خو ښایي په کې سپاره ټول مسافر مړه شوي وي.

تر دې مهاله د دې ۸۰۰-۷۳۷ بوینګ الوتکې د لوېدو د لامل په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.