Language

یونیسف: افغانان دې پر شرایطو برابر خپل ټول ماشومان ښوونځي ته د لېږلو لپاره چمتو کړي

کابل (پژواک، د روي لومړۍ نېټه ۱۴۰۱): د ملګرو ملتونو اړوند د ماشومانو د ملاتړ صندوق (UNICEF) په افغانستان کې د نوي ښوونیز کال په رارسېدو سره له میندو او پلرونو غوښتي چې په شرایطو برابر خپل ټول ماشومان ښوونځيو لېږلو ته چمتو کړي.

ټاکل شوې د نوي ۱۴۰۱ لمریز کال د وري میاشتې په ۳مه په افغانستان کې نوی ښوونیز کال پيل شي.

یونیسف د وري په لومړۍ نېټه په دې اړه پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي: ((د نوي تعلیمي کال له پیله مخکې- چې د روان کال د وري میاشتې له ۳مې سره سمون خوري- یونیسف په افغانستان کې له ټولو والدینو په درنښت هیله کوي چې خپل پر شرایطو برابر خپل ټول ماشومان ښوونځیو لېږلو ته اماده کړي.))

یاده اداره په داسې حال کې له کورنیو غواړي خپل ماشومان ښوونځي ته ولېږي چې د نوي ښوونیز کال پیل ته یوازې یوه ورځ پاتې ده.

په هېواد کې له سیاسي بدلون وروسته له تېرو څه باندې اوو میاشتو راهیسې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي بند شوي وو چې تمه ده بیا پرانیستل شي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.