[restrict paid="true"]
کندهار (پژواک، ۲ وری ۱۴۰۰): د کندهار ښار یوه اوسېدونکي په لومړي ځل په خپل نوښت ژور څاه ته د لوېدلې ۵ کلنې ماشومې ژوند ژغورلی دی.
دغه کس چې امین الله نومېږي او ۲۶ کاله عمر لري، تېره اوونۍ یې د خپلې جوړې کړې الې په مرسته د کندهار په خاکرېز ولسوالۍ کې ۱۱۰ متره ژور څاه ته لوېدلې ماشومه له ۲۲ ساعتونو وروسته ژوندۍ را وویستله.
نوموړي له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وویل، مخکې یې دیني درسونه ویل خو شاخوا یو کال کېږي چې دا ځانګړې اله یې جوړه کړې ده او د لومړي ځل لپاره یې په خاکرېز ولسوالۍ کې د یوې ماشومې د ژوند ژغورلو لپاره وکاروله.
دی وايي: ((شاوخوا یو کال مخکې د روژې په میاشت کې په هلمند کې یوه نجلۍ ژور څاه ته لوېدلې وه چې همالته یې ژوند له لاسه ورکړ او و نه ژغورل شوه، دې پېښې زه وهڅولم څو د یوې داسې الې پر جوړولو فکر وکړم چې په وسیله یې ژور څاه ته لوېدلي ماشومان ژوندي را وویستل شي.))
د ده په خبره، بالاخره په خپل فکر کې بریالی شو او په ډېرو کمو امکاناتو یې داسې اله جوړه کړه چې په مټ یې ژور څاه ته لوېدلی ماشوم ژغورل کېدلای شي.
هغه زیاته کړه، په دې اله یا ماشینري کې چې ده جوړه کړې او کاروي یې کامره، پلازما، ډي وي ار، د هوا ماشین چې- د برمې پای ته د کوچني پایپ له لاري هوا لېږدوي-، دوې رسۍ، یوه ځانګړې اوسپنه -چې د برمې پای ته د لوېدلي ماشوم په نیولو کې په کارېږي- او نور توکي شامل دي.
دی وايي، دا هر څه د ده د خپل فکر محصول دی او له دې الې په داسې تخنیک کار اخلي چې له څاه څخه د ماشوم د را ایستلو پر مهال هغه ته زیان و نه رسېږي.
نوموړي وویل، د تېرې دوشنبې په ورځ یې د لومړي ځل لپاره خپله جوړه کړې اله وکاروله او بریالی شو چې ژور څاه ته لوېدلې ماشومه روغه رمټه را وباسي.
ده په خاکرېز ولسوالۍ کې ژور څاه ته د لوېدلې ماشوم د ژغورلو کیسه داسې وکړه: ((زه ډېر ناوخته خبر شوم، ولایتي مسوولینو زنګ راته وواهه چې په خاکرېز کې یوه نجلۍ برمې ته لوېدلې ده ته ژر ځان هلته ورسوه، نو بیا زه پر موټرسایکل هغې سیمې ته روان شوم، دا چې لاره خرابه وه یو شمېر وسایل مې خراب شول، خو بیا مې هم سیمې ته ځان ورساوه او د ماشومې په را ایستلو مې کار پیل کړ.))
دی وایي، د وسایلو خرابېدو سره سره وتوانېد د دوه ساعتونو په جریان کې ماشومه له ۱۱۰ متره ژور څاه څخه ژوندۍ را وباسي.
دی وايي: ((که څه هم دا زما لومړۍ تجربه وه خو بیا هم وتوانېدم چې ۱۱۰ متره ژور څاه ته لوېدلې ماشومه وژغورم، دا کار ډېرو خلکو نه شوای کولای، ان له ۲۰ متره څاه څخه یې هم ماشوم نه شوای را ایستلای خو خدای ج زه کامیاب کړم، چې وروسته د کندهار د والي او نورو مشرانو له خوا ډېر وستایل شوم.))
دی وایي، دا چې د اقتصادي وضعیت یې ښه نه دی نو ځکه پر یوه ډېر زوړ موټرسایکل هرې سیمې ته د ماشومانو د ژغورلو لپاره ورځي.
هغه په دې برخه کې له دولت او نورو شتمنو څخه د مرستې غوښتنه کوي او وايي که له ده سره د وسایلو په اخیستلو کې مرسته وشي نو په راتلونکې کې به لا په ډېرې اسانۍ ژورو څاه ګانو ته لوېدلي ماشومان را وویستلای شي.
نوموړی په خپل دې کار چې د یوې ماشومې ژوند ژغورلی، ډېر زیات خوشحاله دی.
د ده په خبره، په ډېرو پرمختللو هېوادونو کې له پرمختللو وسایلو سره هم خلک نه دي توانېدلي چې داسې په اسانۍ یو ماشوم وژغوري، او دا ورته د ویاړ ځای دی.
دی وايي، خوښ دی چې د انسانانو د ژوند ژغورلو په برخه کې کار کوي خو غوښتنه کوي چې خلک دې سر لوڅو برمو ته ډېره پاملرنه وکړي او باید د برمو سرونه لوڅ پرېنږدي.
د تېرې کب میاشتې په ۲۴مه په کندهار کې ژور څاه ته د لوېدلې ماشومې د ژغورلو خبر په داسې حال کې ورکړل شو چې په هماغه ورځ د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې هم یو ۵ کلن ماشوم د برمې څاه ته لوېدلی و چې د امنيتي کسانو له خوا ژوندی را وویستل شو.
شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې د کب پر ۱۵مه هم د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې یوه ماشومه یوه ژور څاه ته لوېدلې وه خو ژوند یې له لاسه ورکړی و.
له دې وړاندي په هلمند او زابل کې هم دوه ماشومان ژورو څاګانو ته لوېدلي وو، خو خلک او چارواکي یې پر ژغورلو نه وو توانېدلي.
که څه هم په وار وار پر دې ټینګار شوی چې باید د ژورو څاګانو یا برمو سرونه پټ کړل شي څو ماشومان ور ونه لوېږي خو بیا هم په ډيرو سیمو کې دې چارې ته پاملرنه نه ده شوې.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP