ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

متقي: په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازي نه شتون د حقونو تلف ته زمینه برابره کړې

متقي: په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازي نه شتون د حقونو تلف ته زمینه برابره کړې

author avatar
22 Mar 2022 - 18:07
متقي: په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازي نه شتون د حقونو تلف ته زمینه برابره کړې
author avatar
22 Mar 2022 - 18:07

[restrict paid=”true”]

کابل (پژواک، ۲ وری ۱۴۰۱): د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وايي، ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازي نه شتون د حقونو تلف ته زمینه برابره کړې ده.

مولوي امیرخان متقي دغه څرګندونې نن (سه شنبه) افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي (یوناما) له مشرې ډیبورالانیز سره په لیدنه کې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپره کړې خبرپاڼه کې د مولوي امیرخان متقي له قوله راغلي چې افغانستان کې د یوناما ماموریت له یو کلن تمدید څخه تمه دا ده چې د افغانستان لپاره مثبت نتایج ولري، د بشري مرستو ورهاخوا په سیاسي برخو کې هم اغېزمن ګامونه واخلي.

ده ویلي، دغه اداره دې د نوي حکومت په رسميت پېژندلو او اقتصادي برخو کې د بندیزونو د لیرې کولو لپاره، کار وکړي.

هغه زیاته کړې، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازي نه شتون په کوردننه او بهر د افغانانو د حقونو تلف ته زمینه برابره کړې او تر پښو لاندې شوي دي.

دغه راز سرچینې لیکلي، په یاده ناسته کې په بشري مرستو او حقونو، انکشافي پروژو، بانکي سکتور، اقتصادي ودې او نورو موضوعاتو هم بحثونه شوي دي.

سرچینې افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي (یوناما) له مشرې ډیبورالانیز لاینز له قوله لیکلي چې دې د امنیت شورا په تېره غونډه کې د افغانستان په اړه مثبت راپور وړاندې کړی دی.

د خبرپاڼې له مخې، په لیدنه کي هوکړه شوې چي د یادو موضوعاتو د حل لپاره به تماسونه او غونډی جاري وي.

[/restrict]

Views: 204

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.