[restrict paid=”true”]
کابل (پژواک، ۲ وری ۱۴۰۱): د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په اسلام اباد کې له خپل چینايي سیال «وانګ يي» سره د کتنې پر مهال د افغانستان په اړه د دواړو هېوادونو پر همکارۍ ټینګار کړی دی.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت له لوري تېره ورځ (دوشنبې) په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د دواړو هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو پر اقتصادي او امنیتي همکاریو، کرونا ناروغۍ، د اوکراین روان وضعیت او نړیوالو مسایلو خبرې کړې دي.
دغه راز قریشي د پاکستان په بهرني سیاست کې د چین پر اهمیت هم ټینګار کړی او ویلي چې دواړو هېوادونو تل د خپلو اصلي ګټو لپاره او په هر ډول حساس وخت کې د یو بل ملاتړ کړی دی.
په دې ناسته کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خپل چینايي سیال ته ویلي چې دواړه هېوادونه باید په افغانستان کې د سولې او ثبات ټینګښت او په دغه هېواد کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره خپل ژور تعامل ته ادامه ورکړي.
ټاکل شوې چې د چین بهرنیو چارو وزیر د لومړي ځل لپاره د اسلامي همکاریو سازمان په ۴۸مه ناسته کې ګډون وکړي.
د يادونې ده چې دغه غونډه نن او سبا د دوو ورځو لپاره په پاکستان کې جوړېږي او په افغانستان کې بشري ناورين يې له مهمو محورونو څخه دى.
پاکستان د دویم ځل لپاره د دې ناستې کوربه دی؛ د اسلامي همکاریو سازمان په دې وروستیو کې هم په اسلام اباد کې د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه جوړه کړې وه چې په کې ګډونوالو هېوادونو له افغانستان سره د مالي مرستو ژمنه وکړه.
د یادولو ده چې د اسلامي همکاريو سازمان د تېرې کب میاشتې په ۱۴مه په کابل کې خپل دفتر بېرته پرانيست او محمد سعيد العياش يې د افغانستان لپاره د خپل ځانګړي استازي په توګه وټاکه.
[/restrict]
Views: 19
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن