کابل (پژواک، ۲ وری ۱۴۰۱) : د سعودي عربستان حکومت دغه هیواد ته پر تلونکو مسافرینو ټول هغه بندیزونه لرې کړي چې د کرونا له امله لګول شوي وو.
د سعودي عربستان دولتي اژانس (واس) د راپور له مخې، ددغه هیواد د عامې روغتیا وزارت د کرونا په اړه یو شمیر مهمې پریکړې کړې دي.
سرچینې زیاته کړې، له دې وروسته سعودي ته تلونکي مسافرین اړ نه دي چې د کرونا د واکسین سند ولري او یا دې هلته څو ورځې قرنطین شي.
د سعودي د عامې روغتیا وزارت ویلي چې په هیواد کې د کرونا د مثبو پيښو د کمښت له امله یې دا پریکړې کړې دي.
بلخوا د سعودي د حرمینو ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې تر دوو کلونو وروسته به داځل په رمضان میاشت کې خلک کولی شي چې په حرمینو الشریفینو کې په اعتکاف کښیني.
  . . .
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.