[restrict paid=”true”]
جلال اباد (پژواک، ۲ وری ۱۴۰۰): د ننګرهار چارواکي وايي چې د دغه ولايت د مومندرې ولسوالۍ اړوند په تورخم ښارګوټي کې درې کاريګر ماشومان تر ټېلر موټر لاندې شوي چې دوه يې مړه او يو ټپي دی.
د تورخم کميسار مولوي غازي الله هاشمي وايي چې نن غرمه مهال د تورخم دروازې هغې لوري ته درې افغان کاريګر ماشومان د يوه ټيلر موټر لاندې شوي دي.
د هغه د معلوماتو له مخې چې په پېښه کې دوه ماشومان مړه شوي او يو ټپي دی.
په تورخم ښارګوټي کې سلګونه کم عمره ماشومان (نجونې او هلکان) د غربت له امله درانه کارونه کوي چې ډېرى مهال د ورته پېښو ترڅنګ د دواړو خواوو د امنيتي ځواکونو له خوا وهل او ټکول هم ورکول کېږي.
[/restrict]
Views: 59
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن