قلعه نو (پژواک، ۳ وری ۱۴۰۱): د بادغیس پوهنې ریاست داسې مهال په دغه ولایت کې د نجونو او هلکانو د ښوونځیو پرانیستلو خبر ورکوي چې پوهنې وزارت وايي، د نجونو منځني ښوونځي او لېسې به تر امر ثاني پورې تړلي وي.
د بادغیس ولایت د پوهنې رییس مولوي محب الله احسان نن ( وري ۳مه) د ۱۴۰۱ ښوونیز کال د پیل په مناسبت – د دغه ولایت مرکز اړوند، حنظله بادغیسي لېسې په انګړ کې – جوړو شویو مراسمو کې وویل: « په دغه ولايت کې له لومړي تر دولسم ټولګي ټول ښوونځي د نارينه او ښځينه زده کوونکو پر مخ بیا پرانيستل شول او خپلې زده کړې يې پيل کړې.»
هغه زياته کړه، د کتابونو او ښوونکو د کمښت ستونزه به هم هواره شي او به د پوهنې پر وړاندې کومه ستونزه نه وي.
بلخوا، زده کوونکي هم د ښوونځيو له پرانیستلو خوښ دي.
د قلعه نو لېسې د دولسم ټولګي زده کوونکې عيد ناز نادري پژواک ته وويل: « ډېر د خوښۍ ځای دی چې له څه مودې وروسته ښوونځي د نجونو پرمخ پرانستل شول. موږ د افغانستان له اسلامي امارته ځانګړې مننه کوو چې نجونو ته یې بېرته خپلو ښوونځیو ته د تګ اجازه ورکړه؛ نن موږ په ډېرې لیوالتیا خپلو ښوونځیو ته راستانه شوو.»
د قله نو لېسې بلې زده کوونکې قصیدې صادقي وویل: « موږ ډیر خوښ یو چې ۷ میاشتې یا ۱۸۹ ورځې وروسته مو ښوونځي پرانیستل شول؛ موږ په دې برخه کې د اسلامي امارت د همکارۍ غوښتونکي یو.»
دا په داسې حال کې ده چې پوهنې وزارت نن اعلان وکړ چې د نجونو لېسې او منځني ښوونځي به تر دویم امر پورې تړلي وي.
سرچینه وایي: « کله چې د شریعت رسم، رواج او فرهنګ سره سم لباس طرحه شوه، نو هغه وخت به د اسلامي امارت د مشرتابه په حکم یاد ښوونځي پیل شي.»
خو د بادغيس ولايت د پوهنې رييس وايي چې دغه ریاست تر اوسه په دې اړه کوم مکتوب نه دى ترلاسه کړی.
Views: 36
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن