کابل (پژواک، ۳ وری ۱۴۰۱): باختر خبري اژانس د پوهنې وزارت په حواله لیکلي چې د نجونو ښوونځیو له شپږم پورته ټولګیو پرانیستل تر نوي امر پورې ځنډېدلي دي.
دا په داسې حال کې ده، د پوهنې وزارت تېره ورځ ویلي وو چې د خلکو ټولو ښوونیزو او روزنیزو حقونو ته په بشپړ ډول ژمن دي او د ۱۴۰۱ ښوونیز کال به نن پیل شي.
خو نن د باختر دولتي اژانس د پوهنې وزارت له قوله لیکلي چې د نجونو ټولو هغو ښوونځیو او لېسو ته چې له شپږم ټولګي څخه پورته دي، خبر ورکول کېږي چې د يادو مکاتبو او لېسو درسونه تر ثاني امر پورې وځنډوي.
سرچينې لیکلي: «هر کله چې په دې اړه له شريعت او افغاني دود او کلتور سره سمه جامع طرحه جوړه او د اسلامي امارت د مشرتابه حکم وشي، بيا به مکاتبو او لېسو ته رسماً خبر ورکول شي.»
هڅه مو وکړه چې په دې اړه د پوهنې له وزارت سره خبرې وکړو، خو اړیکه ورسره ټینګه نه شوه.
Views: 180
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن