ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سوېلي سالنګ سړک تازه جغل اچول شوې برخه بېرته وېجاړه شوې ده

د سوېلي سالنګ سړک تازه جغل اچول شوې برخه بېرته وېجاړه شوې ده

author avatar
23 Mar 2022 - 15:34
د سوېلي سالنګ سړک تازه جغل اچول شوې برخه بېرته وېجاړه شوې ده
author avatar
23 Mar 2022 - 15:34

چاریکار (پژواک، ۳ وری ۱۴۰۱): سیمه ییزې سرچینې وايي، د سوېلي سالنګ سړک ډېره برخه چې شاوخوا شپږ میاشتې مخکې د یوه شرکت له خوا پرې د میلیونونو افغانیو په لګښت جغل اچول شوی و؛ بېرته وېجاړه شوې ده.

د سیمه ییزو سرچینو د معلوماتو پر اساس، د سویلي سالنګ سړک سالنګ تونل سره نښتی پنځلسمې ګالرۍ نه تر پل خاکه پورې ۱۵ کیلو متره او د شمالي سالنګ سړک د تونل له خولې نه تر دوشاخه پورې هم ۱۵ کیلومتره، په تلې میاشت کې د دوو جلا تړونونو له مخې چې د شاوخوا ۵۳ میلون ډالرو په ارزښت و، د «نوي سپین غر» او «میر ودان» شرکتونو سره شوی؛ پرې جغل اچول شوی دی.

اوس د سیمې اوسېدونکي او د دې لویې لارې موټر چلوونکي شکایت لري چې د دې لارې ځينې برخې بېرته ویجاړې شوې دي.

د بلخ ــ کابل پر لویه لار د ۴۰۴ ډوله موټر چلوونکي محمد سرور پژواک خبري اژانس ته وویل: ((سوېلي سالنګ کې لویه لار له اولنګ څخه تر هفت تنور پورې تخریب شوې؛ موټر پرې په ډېرې سختۍ ځي، واوره وېلې شوې، سړک یې تخریب کړی او تګ راتګ یې له ستونزو سره مخ کړی دی.))

هغه نیوکه وکړه او وویل:(( د خلکو سترګو کې خاورو اچول دي، جغل اچولو څه ګټه وکړه؟ یو څو ورځې چې یخک و نو نه ښکارېده، اوس چې واوره اوبه شوې سل ستونزې یې پیداکړې دي.))

د کندوز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ اوسېدونکي او د دې لویې لارې مسافر محمد ظریف هم د یادې لارې د ځينو برخو له وېجاړېدو شکایت کوي او له مسوولینو غواړي چې ژر تر ژره جوړولو چارې پېل کړي.

د سالنګونو د ساتنې او مراقبت رییس عبدالله عبید په داسې حال کې چې وايي، د شمالي او سوېلي سالنګونو د جغل اچولو قرارداد یو ډول نه و، زیاتوي:(( د سوېلي سالنګ تخریبات ډېر دي، ډېری برخې تخریب شوې، له بده مرغه معیاري مواد یې نه دي کارولي، اوس چې باران شوی ټول پر خټو او خاور بدل شوي، لوړ تناژ لرونکي موټر په کې خښېږي، لویې لارې او ترافیکو ته یې ستونزې جوړې کړې دي.))

هغه زیاته کړه، دغه موضوع یې له چارواکو سره شریکه کړې، خو له سپین غر شرکت سره په اړیکه نیولو نه دی بریالی شوی، ځکه د اړیکې شمېرې یې خاموشې دي.

عبید ټینګار کوي چې دغه قراردادي شرکت یې د لویې لارې بیا جوړولو ته مجبور کړی.

نوموړي زیاته کړه، د سالنګ لویې لارې د معیاري جوړېدو لپاره پروګرامونه تر کار لاندې دي او روان کال به یې عملي کول پېل شي.

د میرودان په نوم د سړک جوړولو ساختماني شرکت رییس مهرو ګل وايي، د شمالي سالنګ لویې لارې د ۱۵ کیلومتره برخې د جغل اچولو کار د ۱۴۰۰ لمریز کال د وږي په ۲۹مه پېل او یوه میاشت کې یې بشپړ کړ.

هغه ټینګار کوي چې کار یې ښه کړی، د شپږو میاشتو په تېرېدو سره د دوی له خوا جوړ شوی سړک ویجاړ شوی نه دی او که تخریب شي د تړون له مخې تر شپږ میاشتې وروسته یې بېرته جوړوي.

هغه وویل، شمالي سالنګ کې پر دغه سړک د جغل اچونې تړون په ۲۶.۷ میلیون افغانۍ شوی وو؛ خو له دې ډلې ۲۰.۸ میلیون افغانۍ مصرف او پاتې نورې بېرته د دولت خزانې ته سپارل شوې دې.

پژواک هڅه وکړه چې په دې اړه له نوي سپین غر شرکت سره چې د سوېلي سالنګ د ۱۵ کیلومتره سړک د جغل اچونې تړون ورسره شوی و هم خبرې وکړي؛ خو له مسوولینو سره یې اړیکه ټینګه نه شوه.

د یادونې ده چې د سالنګ لویه لار د هېواد له مهمو لویو لارو ده، چې پلازمېنه کابل له شمالي ولایتونو سره نښلوي.

Views: 27

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.