کابل (پژواک، ۴ وری ۱۴۰۱): د افغانستان د سرپرست حکومت چارواکي وايي، د ریاستالوزراء د بدلېدو په اړه د ځینو رسنیو له لوري خپرې شوې اوازې، بې بنسټه دي.
ځینو رسنیو خبر ورکړی و چې ګواکې په کندهار کې د سرپرست حکومت کابینې له درېیو ورځنيو خبرو وروسته، د رئیسالوزراء ملا محمدحسن اخند پر ځای د هغه مرستیال ملا عبدالغني برادر ټاکلی دی.
سرچینې د یوې مصرۍ «بوابه الاهرام» رسنۍ په حوله ادعا کړې، چې د کندهار ناسته په حکومت کې د کلیدي بدلونونو لامل شوې ده.
سرچینې لیکلي: «د بوابه الاهرام په راپور کې راغلي چې په دغو بدلونونو کې د ملا حسن اخند پر ځای د رئیسالوزرا په توګه د ملا عبدالغني برادر ټاکل، او د ملا برادر د مرستیال په توګه د سراج الدین حقاني ټاکل شامل دي. سراج الدین حقاني پر خپله نوې دنده سربیره د کورنیو چارو وزارت سرپرستي هم پر غاړه لري.»
د راپورونو له مخې، د سرپرست حکومت نور چارواکي د نویو وزیرانو د ټاکنې په تړاو تر هوکړې پورې به په خپلو دندو کې پاتې شي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي: «د ریاستالوزراء په مقام کې د بدلون په اړه د ځینو رسنیو اوازې حقیقت نه لري. د اسلامي امارت په کابینه او نورو برخو کې کوم بدلون نه دی راغلی.»
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP