Language

روسیې، د دفاع وزارت له صحیې قوماندانۍ سره د ۱۷ ټنه طبي توکو مرسته وکړه

[restrict paid="true"]

کابل (پژواک، ۵ وری ۱۴۰۱): روسیې د افغانستان ملي دفاع وزارت له صحيې قوماندانۍ سره د ۱۷ ټُنه طبي توکو مرسته وکړه.

د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، دغه مرستې تېره ورځ، د افغانستان لپاره د روسيې د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له خوا د ملي دفاع وزارت صحيې قوماندانۍ ته وسپارل شوې.

سرچینه زياتوي، د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمدیعقوب مجاهد له ضمیر کابلوف سره په ليدنه کې د افغانستان له خلکو سره د روسیې د بشري مرستو له امله مننه وکړه.

راپورونه ښيي، د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف تېره ورځ د یوه پلاوي په مشرۍ افغانستان ته راغی او له افغان چارواکو سره يې د ليدنو پر مهال ژمنه کړې چې ژر به د هغو پروژو عملي کار پيل کړي چې د افغانستان په اقتصادي بیارغونه کې مهم رول لرلی شي.

[/restrict]