ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اونۍ افغانستان کې ۱۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

تېره اونۍ افغانستان کې ۱۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
26 Mar 2022 - 17:22
تېره اونۍ افغانستان کې ۱۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
26 Mar 2022 - 17:22

کابل (پژواک، ۶ وری ۱۴۰۱):د نجونو د منځنیو او لېسو په پېل کې ځنډ، په تړاو یې غبرګونونه او کابل ته د چین او روسیې د استازو راتګ افغانستان کې د تېرې اونۍ مهم خبرونه وو او په دغه اونۍ کې د وړمې په پرتله مرګ ژوبله هم نیمایی ته رالوېدلې وه.

  • د چین او روسیې استازي په یوه ورځ کابل ته راغلل.
  • او ای سي افغانستان کې سوله او ثبات د ټولو قومونو په ګډون پراخ بنسټه حکومت جوړېدو سره رامنځته کیږي.
  • سرپرست حکومت له شپږم ټولګې پورته د نجونو د ښوونځیو پیلېدل وځنډول.
  • د نجونو د ښوونځیو د پېل ځنډول له کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره مخ شول.
  • او ای سي افغانستان ته د بشري مرستو راټولولو صندوق جوړول تصویب کړل
  • تېره اونۍ افغانستان کې ۱۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

مرګ ژوبله:

تېره اوونۍ په افغانستان کې لږ تر لږه اته کسان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

په دې شمېر کې د طبیعي پېښو مرګ ژوبله نه ده شامله.

د راپورونو له مخې، په کندهار ښار کې چاودنې درې ماشومان او د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې د ماين چاودنې دوه کسان ټپيان کړل او په کندهار ښار کې په ډزو د وژل شوی یو تن مړی موندل شوی دی.

راپورونه ښيي چې د هلمند په مرکز لښکرګاه او ګرمسېر ولسوالۍ کې دوو کسانو او د غور په تیوره ولسوالۍ کې بیا يو تن ځانوژنه کړې.

دغه راز د راپور له مخې، د تخار په فرخار ولسوالۍ کې يو تن خپله خور او د هغې خاوند وژلي او د فاریاب په دولت اباد ولسوالۍ کې ناپېژاندو وسله والو یو تن وژلی دی.

دغه راز، امنيتي چارواکي وایي چې کابل کې یو «غل» له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوی دی.

وړمه اوونۍ په افغانستان کې لږ تر لږه ۲۱ کسان وژل شوي او اووه نور ټپيان وو.

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د زمري میاشتې له سیاسي بدلون مخکې، هره اوونۍ سلګونو کسانو ته په جګړو کې مرګ ژوبله اوښته.

افغانستان د نړۍ د سترو قدرتونو د استازو کوربه و

تېره اوونۍ افغانستان ته د چین بهرنیو چارو وزیر «وانګ یو» او د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی «ضمیر کابلوف» کابل ته راغلي وو.

د چين د بهرنيو چارو وزير پر دې سربېره چې د مس عينک کان د کیندنې کار د ژر پيلېدو خبر یې ورکړ، وویل هېواد یې چمتو دی چې له افغانستان سره سوداګريزې اړيکې پراخې کړي.

د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي کابل ته د سفر پر مهال ویلي، ژر به د هغو پروژو عملي کار پيل کړي چې د افغانستان په اقتصادي بیارغونه کې مهم رول لرلی شي.

دغه راز، د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني، د افغانستان لپاره د روسیې له ځانګړي استازي سره د ليدنې پر مهال ويلي چې افغانستان به وروسته له دې د هېڅ ګاونډي او نورو هېوادونو لپاره ګواښ نه وي.

په ورته مهال، روسیې د افغانستان ملي دفاع وزارت له صحيې قوماندانۍ سره د ۱۷ ټُنه طبي توکو مرسته هم وکړه.

د اسلامي همکاريو سازمان ناسته

تېره اوونۍ د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د اسلامي هیوادونو د همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو دوه ورځنی غونډه وکړه.

د غونډې ګډونوالو د يوه پرېکړه ليک په خپرولو سره ویلي، دوی د افغانستان  ملي حاکمیت، خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي یووالي ته ژمن دي او په افغانستان کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د ټولو افغانانو پر بشري حقونو ټینګار کوي.

د اسلامي هیوادونو همکاریو سازمان ویلي چې په افغانستان کې سوله او ثبات په دغه هیواد کې د ټولو قومونو په ګډون پراخ بنسټه حکومت جوړېدو سره رامنځته کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې د اوسني افغان حکومت چارواکیو ویلي چې دغه حکومت ټولګډونه دی، خو د لا ټولګډونوالي لپاره یې هڅې کوي.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په ياده غونډه کې یو ځل بیا پر نړیوالو غږ وکړ چې د افغانستان سرپرست حکومت په رسمیت وپيژني، څو دغه هېواد ثبات ته ورسېږي او نړیواله ترهګري له منځه ولاړه شي.

د نجونو د ښوونځيو بندیدل؛ کورني او نړيوال غبرګونونه

ټاکل شوې وه چې د وري په درېیمه د هلکانو او نجونو ښوونځي پیل شي، خو د پوهنې وزارت وویل چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو پرانیستل تر نوي امره ځنډېدلي دي. دغه وزارت وایي د نجونو د زده کړو پر یوې طرحې کار روان دی چې ژر به بشپړه او عملي شي.

دغه پرېکړه له غبرګونونو سره مخ شوه.

د افغانستان لپاره د اسلامي هیوادونو همکاریو سازمان ځانګړي استازي «طارق علي بخیث» د یادې پرېکړې په غبرګون کې وویل چې د ښځو حقونه او د نجونو تعلیم هغه څه دي چې د افغانستان سرپرست حکومت یې په اړه ژمنې کړې وې.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیرز بیا وویل چې له زده کړو څخه د نجونو مخنیوی، د نجونو له حقونو سرغړونه ده.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې «دبورا لاینز» هم په دې اړه اندېښنه څرګنده کړې.

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د لسو هېوادونو (متحده عربي اماراتو، ناروې، البانیا، برازیل، فرانسې، ګابن، ایرلنډ، مکسیکو، بریتانیا او امریکا متحده ایالاتو) استازو په یوه ګډه اعلامیه کې د افغانستان له سرپرست حکومته غوښتي چې د ټولو افغان نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي.

دغه راز، د امریکا، بریتانیا، کاناډا، فرانسې، قطر، ایټالیا، ناروې، البانیا، آندورا، استرالیا، بلژیک، بوسنیا او هرزګوینا،  استونیا، المان، ایسلند، کوسوو، مالاوی، مغولستان، نیوزیلند، سویډن، تونګا او ترکيي د بهرنيو چارو وزيرانو هم یاده پرېکړه غندلې او ځینو یې خبرداری ورکړی چې دا چاره به په کور د ننه او بهر د سیاسي ملاتړ او مشروعیت موندلو لپاره د افغانستان د سرپرست حکومت پر هڅو حتمي اغېزه ولري.

پخواني ولسمشر حامد کرزي، د تېر حکومت د پخلاینې شورا مشر ډاکټر عبدالله هم په دې اړه اندېښنه ښودلې او یو شمېر زده کوونکو او نورو ښځو بیا د لاریونونو په کولو سره له حکومت نه غوښتې چې د ټولو نجونو پر مخ ښوونځي پرانیزي.

خو د پوهنې وزارت وايي، پر یوې طرحې کار شوی چې له مخې یې نجونې په اسلامي حجاب او د ښځينه ښوونکو له خوا خپلو درسونو ته دوام ورکړي. سرچینې ویلي چې دغه طرحه به ژر جوړه او پلې شي.

له افغانستان سره بشري مرستې

مرکزي بانک وايي چې تېره اونۍ ۳۲ میلیون ډالره نوره مرسته هم افغانستان ته راورسېده او فرانسه وايي، په افغانستان کې کوېډ۱۹ له روغتونو سره مرسته کوي.

د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) او اسلامي پراختیايي بانک (IDB) افغانستان ته د بشري مرستو راټولولو په موخه د یوه صندوق جوړولو هوکړه  لاسلیک کړه.

Visits: 133

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.