[restrict paid="true"]
کابل (پژواک، ۷ وری ۱۴۰۱): د کابل امنیه قومنداني وايي، په کابل ښار کې د صراف حاجي سليم د وژلو په تور د هغه د مېرمنې په ګډون دوې ښځې او دوه نارینه نیولي دي.
صراف حاجي سلیم د تېرې کب مياشتې په ۲۳مه، ناپېژاندو وسله والو د کابل ښار څلورمې امنیتي حوزې اړوند کارته پروان سيمه کې هغه مهال په ډزو وواژه چې د ماسختن له لمانځه وروسته جومات نه خپل کور ته روان و.
د کابل امنيه قوماندانۍ ویاند خالد ځدران پر خپل ټويټر ليکلي: "کابل ښار کې هغه قاتلین ونیول شول چې څو ورځې وړاندې یې د حاجي سلیم په نوم زموږ یو صراف په شهادت رسولی و."
هغه يوه ويډيو هم خپره کړې چې نیول شوي کسان په کې خبرې کوي.
یو تن په ویډيو کې وایي چې امنيتي ځواکونو د حاجي سليم د وژنې په تړاو د هغه د مېرمنې «ناديې» او د ناديې د ورېندارې «سُميې» په ګډون څلور تنه، وړمه ورځ د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې ونیول.
د حاجي سليم ميرمن ناديه په یاده ویډیو کې وايي: "ما شل زره ډالر خپلې ورېندارې سوميې ته ورکړل چې خپل ورور مسعود ته يې ورکړي او حاجي سليم ووژني."
سُميه هم پر خپل جرم د اعتراف تر څنګ وايي: "ورور مې، حاجي سلیم وواژه."
د سُميې ورور مسعود چې ځان د کابل د استالف ولسوالۍ اوسېدونکی معرفي کوي، وايي: "د حاجي سليم د قتل موضوع داسې وه چې د هغه [حاجي سليم] مېرمنې زما خور ته ۱۵۳۰۰ ډالر ورکړل چې دا مسعود ته ورکړه چې زما خاوند په شهادت ورسوي."
د فیصل په نوم بل نیول شوی تن بیا وایي، د څلورمې امنيتي حوزې منسوبينو د حاجي سليم د وژنې په تړاو ونيوه.
د يادونې ده چې صراف حاجي سلیم د کابل ولایت د استالف ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی و او اوس یې په کابل کې ژوند کاوه.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP