ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فرهاد دریا په سویس کې د (موسیقي نه مري) تر عنوان لاندې کنسرت وړاندې کړ

فرهاد دریا په سویس کې د (موسیقي نه مري) تر عنوان لاندې کنسرت وړاندې کړ

author avatar
27 Mar 2022 - 14:28
فرهاد دریا په سویس کې د (موسیقي نه مري) تر عنوان لاندې کنسرت وړاندې کړ
author avatar
27 Mar 2022 - 14:28

[restrict paid=”true”]

کابل (پژواک، ۷ وری ۱۴۰۱) : د هیواد نامتو سندرغاړي فرهاد دريا د ازادۍ ايتلاف (The Liberty Coalition) له لوري د افغانستان د سوله ييز اړخ د ښودلو په موخه په سویس کې وطني سندرې وړاندې کړي.

د موسیقۍ دا پروګرام چې “موسیقي د وجدان ویښولو لپاره” نومیږي وړمه ورځ په سویس کې جوړ شوی و، چې پکې د هیواد یو شمیر مشهورو هنرمندانو او لسګونو مینه والو ګډون کړي وو.

د هیواد وتلي هنر مند ممنون مقصودي ( د کونډې زوی) چې دې پروګرام ته په ځانګړي توګه غوښتل شوی و، څو وطني شعرونو وړاندې کړل.

دغه یو شمیر نورو کسانو هم لنډې خبرې وکړې او ورپسې

 وتلي سندر غاړي فرهاد دریا څو ښکلې وطني سندرې وړاندې کړې چې د ناستو کسانو لخوا بدرګه او تشویق شو.

هغه پخپلو خبرو کې وویل چې په افغانستان کې نوي حکومت راتګ او پر موسیقۍ بندیزونو سره ډیری سندرغاړي او هنرمندان له هیواده وتلي دي.

دا چې له دې وروسته څه ډول هغه خپلو هنري فعالیتونو ته ادامه ورکوي وویل : ” په ټولیزه توګه زه مثبت فکر کوم، د افغانستان راتلونکی زما په سترګو تل ښکلی وي، پر دوامدارۍ تیارې باور نه لرم. “

فرهاد دریا هیله مند دی چې ډیر ژر داسې ورځ راتلونکې ده، چې دی به په کابل کې یو ځل بیا کنسرت وړاندې کړي.

هغه زیاته کړه :”د جرمني کمپوزر پاول هنډيمېټ يوه مشهوره وینا ده چې ” دوه څيزونه د موخې ټاکلو ارزښت لري: ښه موسیقي او پاک وجدان” زه به هڅه وکړم چې تاسې ته ښه موسیقي وړاندې کړم خو وینم چې پاک وجدانونه دلته زما د سترګو په وړاندې شتون لري.”

دریا وایي، د افغانستان پر اوسني حکومت  او د هغوی پر ژمنو باور مه کوئ. دوی ټول منږ ته دروغ وايي او بیا په ځانګړې توګه د رسنیو په وړاندې حقیقت پټوي. هغوی محلي رسنۍ سانسور کړي دي. دغه راز نړیوالو رسنیو ته اجازه نه ورکوي چې روانو بې عدالتیو ته پوښېښ ورکړي. نجونې او ښځې ورکې دي او هېڅوګ د دوی برخلیک اړوند نه پوهیږي.

د نوموړي په وینا، یوه بېلګه یې عالیه عزیزي ده چې د پينځو میاشتو راهیسې ورکه

شوې, هېڅوګ نه پوهیږي چې نوموړې ته څه پېښ شول. ښځې او ځوانې نجونې په افغانستان کې د تیري او فزیکي شکنجې سره مخ دي. ښځې له خپلو بنسټیزو حقونو او تعلیم څخه بې برخې دي. او د دوی حقونه تر پښو لاندې کېږي.

د هیواد دغه هنرمند وویل، ډېری هنرمندان وهل شوي او ځورول شوي دي. دغه راز دوی له هر ډول سندرو ویلو منع شوي . مسوولین د موسیقۍ الې له منځه وړي او محلي سندرغاړي د خلکو پر مخ شکنجه کوي.

ده زیاته کړه : ” زه یو هنرمند او سوله غوښتونکی یمه. یو انسان او ددې نړۍ یو اوسیدونکی یم. زه پاکستانیانو سره هومره مینه لرم څومره چې یې افغانانو سره لرم. جرمنیان، اوکرایناین یا هم امریکایان ټول زما لپاره یو ډول دي. زه د انسانیت لپاره هېڅ ډول سرحد نه وینم. زما پوښتنه داده، کله چې روسیې پر اوکراین برید وکړ  نو د نړۍ ډېری هېوادونو پرې تحریمونه وضع کړل او خپلې اړیکې ورسره پرې کړلې. نو ولې نړۍ له هغه هېوادونو سره چې افغانستان کې ترهګري خپروي او ملاتړ یې کوي، اړیکې نه پرې کوي. لکه پاکستان. ایا دلته د ګټو سوال مطرح دی یا کوم بل دلیل چې موږ ترې خبر نه یاستو. ولې د پاکستان حکومت د ځواب ویلو او مسوولیت څخه مصون دی؟”

فرهاد دریا د افغانستان له دوستو هېوادونو غوښتنه وکړه چې سره یوځای شي او  د ځپل شوي افغان ملت غږ پورته کړي.

دا په داسې حال کې فرهاد په دې وروستیو کې د (موسیقي هیڅکله نه مري) تر عنوان په یوشمیر هیوادونو کې د کنسرتونو لړۍ پیل کړې ده.

[/restrict]

Views: 266

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.