[restrict paid="true"]
کابل (پژواک، ۷ وری ۱۴۰۱): د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي، په نړۍ کې له هرو درېیو مېرمنو یوې یې مستقیم تاوتریخوالی تجربه کړې او دغه سازمان له حکومتونو سره کار کوي، څو د ښځو او نجونو د ښه خوندیتوب لپاره قوانین او مقررات پیاوړي کړي.
دغه مطلب نن سهار د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش پر خپله ټویټر پاڼه خپور کړی دی.
هغه ویلي: "په ټوله نړۍ کې له هرو درېیو ښځو یوې یې مستقیم تاوتریخوالی تجربه کړې ده."
هغه زیاته کړې، ملګري ملتونه د ښځو او نجونو د ښه خوندیتوب لپاره د قوانینو او مقرراتو پیاوړي کولو په موخه له حکومتونو سره کار کوي.
ګوترېش ویلي: "موږ باید اوس د جنسیت له مخې تاوتریخوالی پای ته ورسوو."
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP