[restrict paid="true"]
کابل (پژواک، ۷ وری ۱۴۰۱): په کابل کې یو شمېر ښوونکو، زده کوونکو او د ښځو حقونو فعالانو د نجونو ښوونځیو له شپږم د پورته ټولګیو پر تړل کېدو اندېښنه څرګنده کړه او غوښتنه یې وکړه چې د نجونو درسونه دې ژر پیل شي.
دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې وه له څو میاشتو رخصتۍ وروسته د روان کال د وري په درېیمه په ټول افغانستان کې د نجونو ښوونځي رخصت شي، خو پوهنې وزارت اعلان وکړ چې د نجونو متوسطې او لېسې دورې ښوونځي تر امر ثاني پورې تړلې پاتې کېږي.
د پوهنې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، هر کله چې د شریعت او افغان کلتور مطابق نجونو ته د ښوونځي جامې ډیزان شي، هغه مهال به د حکومت د مشرتابه د حکم په اساس د نجونو ښوونځي خلاص شي.
یو شمېر زده کوونکو، ښوونکو او د ښځو حقونو فعالانو خپله دغه غوښتنه نن (د وري اوومه) یوه خبري ناسته کې چې د «سولې او ازادۍ لپاره د افغان ښځو موسسې» له خوا کابل ښار کې جوړه شوې وه بیان کړه.
په کابل ښار کې د ام البنین لېسې د نهم ټولګي زده کوونکې شګوفې په دې ناسته کې وویل: ((هغه په ورځ کې نوی ښوونیز کال پیل شو، په ډېره خوښۍ ښوونځي ته لاړم، خو ساعت نه وو تېر شوی چې وویل، نجونې باید تر امر ثاني پورې ښوونځي ته رانشي.))
هغې د سرپرست حکومت له مسوولینو وغوښتل چې د نجونو د زده کړو مخه ونه نیسي، اجازه ورکړي چې نجونې تعلیم او تحصیل وکړي.
د کابل ښار د یوې لېسې ښوونکې عابدې مجیدي د نجونو د تعلیم او تحصیل په اړه د سرپرست حکومت مخکنیو ژمنو ته په اشاره وویل: ((پر ژمنه وفا د مسلمان د ایمان یوه برخه ګڼل کېږي، په هر مسلمان لازمه ده چې پژ ژمنه یې ودرېږي.))
په ورته وخت کې د سولې او ازادۍ لپاره د افغان ښځو موسسې اجرائیوي رییسې جمیلې صافۍ هم وویل، د نجونو د ښوونځیو تړل هېڅ قانوني او شرعي توجیه نه لري.
هغې د سرپرست حکومت له مشرتابه وغوښتل چې ژر تر ژره د نجونو پر مخ متوسطې او لېسې دورې خلاصې کړي.
د دوی له خوا په خپاره شوي پرېکړه لیک کې له سرپرست حکومت غوښتنه شوې چې تر راتلونکې یوې اونۍ د نجونو ښوونځي خلاص کړي.
دا په داسې حال کې ده چې پوهنې وزارت ویلي، په داسې یوه طرحه یې کار کړی چې له مخې به یې نجونې په اسلامي حجاب او د ښځو استادانو په شتون کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP