Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د جلال اباد اوسېدونکي د افغاني بانک نوټونو له زوړوالي شکايت کوي

جلال اباد (پژواک، ٧ وری ۱۴۰۱): د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار ځیني اوسېدونکي او هټیوال وايي، په دې وروستيو کې زاړه بانک نوټونه ډېر شوي او د پېر پلور پر مهال د خلکو ترمنځ ستونزې جوړوي.

د دوی په وینا ډېر کله د بانک نوټونو زړښت د دې سبب کېږي چې د هټیوالو او مشتریانو ترمنځ ناندرۍ رامنځ ته شي.

دوی له حکومته غواړي چې د خلکو ترمنځ د ناندریو ختمولو لپاره دې نوي بانک نوټونه بازار ته عرضه کړي.

د جلال‌اباد ښار يوه اوسیدونکي فهیم پژواک اژانس ته وویل چې دوی ته د هټیوالو او بانکونو له خوا زړې افغانۍ ورکول کېږي؛ خو کله چې بېرته توکي پرې اخلي هټیوال يې ترې نه اخلي.

هغه زياته کړه: "موږ ته بانک زړې پېسې راکوي، کله چې دوکاندار ته ورکوو بيا يې نه اخلي او جنجال راسره کوي."

د جلال اباد ښار یو بل اوسیدونکی عزیزالله هم وايي، د زړو بانک نوټونو له امله د ښار په ګڼو سیمو کې پرې شخړې شوي او دې چارې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

ننګرهار میشتي وایي چې دغه بانک نوټونه ډېر زاړه شوي؛ هټیوال ترې نه اخلي او دا یوه جدي ستونزه ده.

بلخوا د جلال اباد ښار یو هټیوال عبدالقدوس هم مني چې دوی زاړه بانک نوټونه نه اخلي او له همدې امله ډېر کله له مشتریانو سره په جنجال وي.

نوموړي پژواک ته وویل، د زړو بانک نوټونو ستونزه ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو ده او حکومت ته په کار ده چې دې ستونزې ته حل لاره پيدا کړي.

هټیوال او عام وګړي د افغانستان بانک له چارواکو غواړي چې له خلکو زاړه بانک نوټونه ټول او نوې افغانۍ بازار ته وړاندې کړي.

بلخوا په ختیځ زون کې د افغانستان بانک مرستیال احمدزي توحیدیار پژواک ته وویل چې تر ډېره له ښاره زاړه بانک نوټونه ټول شوي دي.

نوموړی وایي، هره ورځ دوى دوه زره بنډله زړې افغانۍ راټولوي؛ نو ښاریان دې نږدې خصوصي یا دولتي بانکونو ته د پیسو د بدلولو لپاره ورشي.

دی زياتوي: "موږ په افغانستان بانک کې یوه غرفه د دې لپاره جوړه کړې چې خلک زړې پیسې وروړي او په بدل کې یې نوې واخلي؛ له ښاره مو تر ډېره زړې افغانۍ ټولې کړي او هڅه کوو چې دا ستونزه په لویه کچه حل کړو."

د افغانستان بانک چارواکي همدارنګه وايي، خصوصي بانکونو ته یې هم ویلي چې له خلکو زړې افغانۍ واخلي، څو په ښار کې دا ډول پیسې ختمې شي او دوی یې په بدل کې نوې ورکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.