[restrict paid="true"]
لښکرګاه (پژواک، ۷ وری ۱۴۰۱): هلمند کې مسوولین وايي چې تېره شپه د ياد ولايت د ناوې ولسوالۍ په تريخ ناور سيمه کې يو کس په خپل کور کې د ناپېژاندو کسانو له خوا وژل شوی.
مولوي محمد قاسم رياض پژواک ته وويل چې وژل شوی کس رحمت الله نومېږي او د لښګرګاه ښار اصلي اوسېدونکی دی او اوس د ناوې په تريخ ناور سيمه کې ژوند کاوه.
ده وويل: "تېره شپه د ياد کس کور ته وسله وال کسان ورغلي او وژلی يې دی."
رياض زياته کړه چې تر اوسه د دې پېښې د انګېزې په اړه معلومات نشته، خو امنيتي ځواکونو پلټنې پيل کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې نن په دغه ولایت کې د چاودنې له امله یو کس ټپي شوی هم دی.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP