میدان ښار (پژواک، ۸ وری ۱۴۰۱): د ميدان وردګو ولایت روغتيايي سرچينې وايي، په دوو ترافيکي او د اګايز مرمۍ چاودنې پېښو کې ۲۶ کسان ټپيان شوي دي.
د دغه ولايت عامې روغتيا رييس محمد زرک ځيرک پژواک خبري آژانس ته وويل چې پرون ( وري ۷ مه) دوی ته د دوو ترافيکي پېښو له امله ۱۹ ټپيان وروړل شوي.
ده زياته کړه، يوه د سيداباد ولسوالۍ اړوند په «شيخ اباد بازار» سیمه کې د یوه موټر چپه کېدو او بله د همدې ولسوالۍ په زرني سيمه کې د دوو موټرو د ټکر پېښې دي، چې له امله يې ۱۹ تنه ټپیان شوي دي.
ځيرک وويل، په لومړۍ پېښه کې ۶ او په دويمه کې ۱۳ تنه ټپيان دي.
ده دغه راز زياته کړه چې پرون د يادې ولسوالۍ په دواب کلي کې د يوې مرمۍ چاودنې له امله ۷ ټپيان ولايتي روغتون ته وروړل شوي.
نوموړي وويل، د ټولو پېښو ۸ ټپيان چې روغتيايي وضعيت يې د اندېښنې وړ و، کابل ته لېږدول شوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP