قلعه نو (پژواک، ۷ وری ۱۴۰۱): د بادغيس ولايت د ولسواليو اوسېدونکي داسې مهال د برېښنا له نشتوالي شکايت کوي چې دا مهال په دغه ولايت کې له ١٧ مېګاواټه وارداتي برېښنا څخه يوازې له درې مېګاواټه یې استفاده کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د دغه ولایت د برېښنا ریاست د معلوماتو له مخې، له ترکمنستانه- قلعه نو ښار ته د وارداتي برېښنا اندازه ۱۶ میګاواټو ته رسېږي؛ چې یوازې له درې مېګاواټه یې په قلعه نو کې ګټه اخیستل کېږي.
د بادغیس اوسیدونکي وايي، د مخکني حکومت مسوولینو ویلي وو چې دغه برېښنا به ولسوالیو ته هم ولېږدول شي؛ خو تر اوسه په دې اړه کوم اقدام نه دی شوی.
د دغه ولايت د ولسواليو ځینو اوسېدونکو وویل چې اوس مهال ټول خلک له لمريزې برېښنا کار اخلي.
د بادغيس د قادس ولسوالۍ اوسېدونکي برهان الدين فایز پژواک خبري اژانس ته وويل: "دا مهال وارداتي بریښنا زموږ د ښار مېشتو له استفادې زیاته ده."
نوموړي وویل، ولسواليو ته د برېښنا په غځولو سره به نه یوازې خلک له برېښنايي انرژۍ څخه برخمن شي، بلکې د برېښنا په عوايدو کې به هم زياتوالى راشي او بيه به یې هم کمه شي.
هغه زیاته کړه: "موږ له اسلامي امارته غواړو چې د امکان تر حده ټولو ولسوالیو ته برق ورکړي، ځکه اوس هم له کومې برېښنا چي ګټه اخیستل کیږي، زیاته ده."
په ورته مهال، د دغه ولايت د جوند ولسوالۍ اوسېدونکی ګل احمد هم وايي چې ولسواليو ته د برېښنا غځول، هم د خلکو او هم د دولت په ګټه دي.
ده وویل: " ولسواليو ته د برېښنا په لېږد سره، زمونږه ستونزه حلیږي، عوايد لوړیږي، او له بلې خوا هغه پيسې چې د برېښنا د لګښت له لارې راټولیږي، په یوه بله لاره دې ولګول شي."
پر دې سربېره، د بادغيس ولايت د برېښنا امریت سرپرست مولوي خيرالله خيرخوا وایي چې په هېواد کې تر بدلون وروسته يې له ٤٠٠ زياتو کورونو ته برېښنا ورکړې او په پام کې لري چې په راتلونکي کې ولسواليو ته يې هم وغځوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP