کابل (پژواک، ۹ وری ۱۴۰۱): اروپايي ټولنې ويلي چې د افغانستان سرپرست حکومت د نجونو ښوونځيو د پرانستې ځنډولو په پرېکړې سره، د ځان د مشروعیت چانس له منځه وړي.
تېره اوونۍ د افغانستان په سړو سیمو کې ۱۴۰۱ ښوونیز کال پیل شو؛ خو سرپرست حکومت د نجونو تر شپږم پورته ټولګيو پرانيستل تر امر ثاني پورې وځنډول.
د حکومت دې پرېکړې په کور دننه او بهر غبرګونونه راوپارول.
چارواکي وایي، په دې اړه پر یوې طرحې کار روان دی او له بشپړېدو وروسته به دغه ښوونځي پرانيستل شي.
اروپايي ټولنې تېره شپه په خپره کړې خبرپاڼه کې په افغانستان کې د نجونو د ښوونځيو د سملاسي پرانيستلو غوښتنه کړې.
په خبرپاڼه کې راغلي، د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه له خپلو نړيوالو شريکانو سره په ګډه د افغانستان د حکومت هغه پرېکړه غندي، چې تر امرثاني پورې يې له يو ميلیون د ډېرو نجونو ثانوي زده کړې ځنډولې دي.
سرچېنې لیکلي، دا پرېکړه د بشري حقونو نړيوال سازمان اعلاميې او د بشري حقونو څو نورو ثبت شويو نړيوالو سندونو کې له راغلو موادو څخه سرغړونه ده؛ چې زده کړې يې د ماشومانو بنسټيز حق بللی.
په خبرپاڼه کې ويل شوي چې هیڅ مذهبي یا ټولنیز اصول د افغانستان د سرپرست حکومت دا چلند نه شي توجیه کولای.
سرچېنې همدا راز ویلي: “دا پرېکړه د طالبانو هغه چانس نور هم له منځه وړي، چې د کورني مشروعیت ترلاسه کولو په لټه کې دي. دوی باید دا مشروعیت د زور او تاوتریخوالي کارولو پر ځای د ټول ګډونه حکومت او مسوولې حکومتولۍ له لارې ترلاسه کړي.”
Views: 126
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن