ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بښنې نړیوال سازمان: د نجونو ښوونځیو نه پرانستل د هغوې راتلونکی اغېزمنوي

د بښنې نړیوال سازمان: د نجونو ښوونځیو نه پرانستل د هغوې راتلونکی اغېزمنوي

author avatar
29 Mar 2022 - 17:34
د بښنې نړیوال سازمان: د نجونو ښوونځیو نه پرانستل د هغوې راتلونکی اغېزمنوي
author avatar
29 Mar 2022 - 17:34

[restrict paid=”true”]

کابل (پژواک، ۹ وری ۱۴۰۱): د بښنې نړیوال سازمان په یوه تازه راپور کې ویلي چې د نجونو ښوونځیو د بېا پرانیستلو په اړه د افغان حکومت شاتګ، دوی زړه ماتې او ناهیلې کړې دي.

له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځيو ځنډولو په اړه د حکومت پرېکړې په کور دننه او بهر  پراخ غبرګونونه راوپارول.

د بښنې نړیوال سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي چې د افغان حکومت له خوا د نجونو د منځنیو ښوونځیو او لېسو له پرانیستلو انکار، د هغوی پر راتلونکي ژوند اغېز کوي.

په ورته مهال، ځینو نجونو زده کوونکو یاد سازمان ته ویلي چې له خپلو ژمنو د حکومت په شاتګ دوی سخت زړه ماتې او خواشینې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته د افغانستان په ډېری سیمو کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي له اووه میاشتو راهیسې تړلي وو.

د وري په ۳مه د نوي ښوونیز کال له پیل سره سم، ټاکل شوې وه چې د ښوونځیو دروازې د ټولو هلکانو او نجونو زده کوونکو پر مخ پرانیستل شي.

خو کله چې دوی ښوونځي ته ستنې شوې، د ننوتلو اجازه ورنه کړل شوه؛ په هغه ورځ حکومتي چارواکو‎ اعلان وکړ چې دغه ښوونځي به تر دویم امر – څو چې له شریعت او افغاني کلتور سره سم یونیفورم جوړیږي- تړلي وي.

په ورته مهال، د بښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا برخې مسوولې یمینې میشرا ویلي، د نجونو پر زده کړو بندیز به د افغانستان پر ټولنیزې بیارغونې او اقتصادي ودې سخت ناوړه اغېز وکړي.

د هغې په وینا: ”  شریعت او افغاني دودونه ، د نجونو او ښځو د تعلیم او کار له حقه د انکار لپاره یوه پخوانۍ پلمه ده.”

مېرمن میشرا ټینګار کړی چې د افغانستان د سرپرست حکومت دا پرېکړه د توجیه وړ نه ده او د زده کړو د حق ښکاره تر پښو لاندې کول دي؛ چې د میلیونونو نجونو ژوند اغېزمنوي.

یاد سازمان له نړیوالې ټولنې غواړي چې له افغان چارواکو سره په مذاکراتو کې د ښځو د تعلیم حق دې سره کرښه وټاکي.

د بښنې نړیوال سازمان زیاته کړې، افغان حکومت باید له توپیري چلنده لاس واخلي او  ژر تر ژره نجونو ته اجازه ورکړي چې خپلو ښوونځیو ته ستنې شي.

تر دې مخکې پوهنې وزارت ویلي و، پر داسې پلان کار کوي چې له مخې به یې نجونې وکولای شي د اسلامي حجاب په مراعاتولو او ښځو ښوونکو له خوا خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

خو د پوهنې وزارت ویاند عزیزاحمد ریان پژواک ته وویل چې د یاد راپور په تړاو کوم خاص نظر نه لري.

هغه زیاته کړه چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښونځیو پرانیستل د اسلامي امارت مشرتابه پورې اړه لري.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په کابل کې د یاد سازمان له دفتره غوښتي و چې د نجونو د ښوونځيو پرانیستلو په اړه د افغان حکومت له چارواکو سره خبرې وکړي.
[/restrict]

Views: 12

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.