Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په غزني کې د سلام مخابراتي شبکې اته پایې فعاله شوې

غزني ښار (پژواک، ٩ ورى ١٤٠١): د غزني د مخابراتو رياست مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې سلام مخابراتي شبکې اته پايې لګولې او فعاليت يې پيل کړی دی.

د غزني د مخابراتو ریيس مولوي عبدالولي طیب پژواک خبري اژانس ته وويل چې په تېرو شپږو میاشتو کې یې د غزني ښار په ګډون په ولسوالیو کې د سلام شبکې ځينې پایې فعاله کړې دي.

نوموړی وایي چې له دې ډلې درې پايې په غزني ښار او پاتې پنځه په مقر، قره باغ او مالستان ولسوالیو دي.

ده زياته کړه چې په غزني ښار، خواجه عمري، جاغوري او مالستان ولسوالیو کې پنځه نورې پايې تر کار لاندې دي چې ډېر ژر به يې چارې بشپړې شي.

بل لور ته د غزني اوسېدونکي د يادو پايو له فعاليته خوښ دي.

د غزني ښار یو اوسېدونکى عبدالخالق وايي چې په دې وروستيو کې د سلام مخابراتي شبکې فعاليتونه پراخ شوي دي.

هغه وايي: ((مخکې موږ نه شو کولاى چې له خپلو دوستانو سره په ولسواليو کې اړيکې ونيسو خو اوس دغه مشکل حل شوى دى.))

د يادونې ده، د پخواني حکومت پر مهال د امنيتي ستونزو له امله د هېواد په ډېرو ولسواليو کې مخابراتو شبکو په سم ډول فعاليت نه شو کولاى.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.