ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لغمان په الینګار کې د غنمو سلګونه جریبه کښت د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دی

د لغمان په الینګار کې د غنمو سلګونه جریبه کښت د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دی

author avatar
29 Mar 2022 - 15:27
د لغمان په الینګار کې د غنمو سلګونه جریبه کښت د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دی
author avatar
29 Mar 2022 - 15:27

مهترلام (پژواک، ۹ وری ۱۴۰۱): سیمه ییز چارواکي وايي چې د لغمان په الینګار ولسوالۍ کې د اوبو د کمښت له امله د غنمو سلګونه جريبه کښت د خرابېدو له ګواښ سره مخ دی.

د الينګار ولسوال قاري ذاهد الله فاتح پژواک خبري آژانس ته وويل: “د يادې ولسوالۍ په سنګره سيمه کې وچکالي ده او د غنمو سلګونه جريبه کښتونه د له منځه تلو په حال کې دي.”

ده زياته کړه چې مرکزي حکومت دې د خلکو ستونزې ته جدي پاملرنه وکړي او د اوبو بندونه دې ورته جوړ کړي.

د سنګره سیمې یوه اوسېدونکي ۷۵ کلن امیرمحمد هم وويل چې په ياده سيمه کې اوبه کمې دي او که حکومت بندونه جوړ کړي، نو ستونزې به يې حل شي.

د دې سيمې د مارکېټ کلي اوسېدونکي نصرالله وويل: “زموږ د سیمې اوبه هر وخت کمې وي او شاوخوا ۱۱۰۰ جريبه کښتونه خرابېږي.”

ده وويل چې دولت دې د الينګار له سينده سنګرې سيمې ته کانال وباسي او د خلکو ستونزه دې حل کړي.

د لغمان د کرنې رییس مولوي محمدولي محسن په دې اړه پژواک ته وويل چې دوی پلان لري په لغمان کې پراختيايي پراګرامونه پيل کړي او سنګره سيمې ته به لومړيتوب ورکړي.

ده زياته کړه چې خلکو ته به د اوبو لپاره ژورې څاګانې وکني او بندونه به ورته جوړ کړي.

Views: 233

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.